رشاب پنټ او شبنم اسمعیل د جنورۍ میاشتې غوره لوبغاړي اعلان شول | خبریال

رشاب پنټ او شبنم اسمعیل د جنورۍ میاشتې غوره لوبغاړي اعلان شول

کریکبال وېبپاڼه- کرکټ نړیوالې شورا نن ورځ په لومړي ځل د جنورۍ میاشتې غوره لوبغاړي هندی رشاب پنټ او سويلي افریقايۍ شبنم اسمعیل اعلان کړل.

تیره میاشت کرکټ نړیوالې شورا نوی ګام پورته کړ او په لومړي ځل یې داسې سیستم رامنځ ته کړ چې له مخې به یې لدې وروسته هره میاشت،د میاشتې غوره لوبغاړي جایزې ته لوبغاړي د کارکردګیو په اساس نومول کیږي چې وروسته به ورته د مینه والو او سپورټ څارونکو او براډ کسټرانو لخوا رایه ورکول کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د جنورۍ میاشتې د غوره جایزې لپاره د رشاب پنټ سربیره د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی اوپنر پال سټرلینګ هم نومول شوی وو.

خو د مینه والو او د سپورټ ژورنالیستانو او کمیټیټرانو لخوا د ووټ په پایله کې هندی رشاب پنټ د نارینه لوبغاړو په استازیتوب د جنورۍ میاشتې غوره کرکټر اعلان شو او د ښځينه کرکټرانو په برخه کې سويلي افریقايۍ شبنم اسمعیل د کارکردګیو په اساس د جنورۍ میاشتې غوره کرکټره ونومول شوه.

د جنورۍ میاشتې لپاره پدې لیست کې کوم افغان لوبغاړی نه وو شارټ لیست شوی.داسې احتمال وو چې ځوان افغان ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز به د جنورۍ میاشتې د غوره کرکټرانو جایزې ته ونومول شي،خو داسې ونه شول.

رحمن الله ګربز په جنورۍ میاشت کې د ایرلینډ خلاف د خپل کرکټ کیریر په لومړی لوبه کې سلیزه جوړه کړي وه.

د ای سي سي لخوا د جنورۍ میاشتې غوره کرکټرانو ته زیاتره هیوادونو څخه یوازې دوو کسانو ووټونه یا رایه ورکړي ده. افغانستان څخه د پژواک خبريال جاوید همیم کاکړ او بل حمید قیومي رایه ورکړي ده.

افغانستان: حمید قیومي او جاوید همیم کاکړ.اسټرالیا: اډم کولین او لیزا ستاکر.بنګله دېش:طارق محمود او محمد اسام.انګلستان:کلیکه مېتا او کېري ټایلر.ایرلینډ:ایان کلینډر او جوهن رایټ.پاکستان:سهیل عمران او رامیز راجا.سویلي افریقا:فردوس مونډا او جانټي روډز.سریلانکا:چامپيکا فرینينډو او رسل ارنلډ.ویسټ انډيز:ایان بېشپ او انډي روبرټز.زمبابوې:ټریسټن هولم او مومیلو بنګوا.نورو کسانو کې:ستایش او پریسټن مومسن.

پخپله رشاب پنټ او شبنم اسمعیل د میاشتې غوره کرکټرانو په اعلانیدو خوښي ښودلي او دا یې یو ستر ویاړ بللی دی.

پنټ په جنورۍ میاشت کې د اسټرالیا خلاف په څلورو ټيسټ لوبو کې ښه لوبې ترسره کړي وې.ښه لوبه نوموړي په وروستۍ لوبه کې وکړه چې هند ته یې د ګواسکر ټرافي سيالیو اتلوالي ور په برخه کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ