پاکستان ۱۸ کالونو وروسته له سويلي افریقا سیریز وګاټه | خبریال

پاکستان ۱۸ کالونو وروسته له سويلي افریقا سیریز وګاټه

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان او سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټيسټ سیریز په دوهمه او وروستۍ ټيسټ لوبه کې کوربه پاکستان په ۹۵ منډو توپیر میلمه سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته ستره ماتي ورکړه او پدې سره یې له اتلس کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د سويلي افریقا خلاف په ټيسټ لوبو سیریز کې بریا خپله کړه.

سويلي افریقا ته د لوبې په وروستۍ ورځ ۲۴۳ منډې په کار وې،خو حسن علي د پنځو ویکټو او شاهین شاه افریدي د څلورو ویکټو اخیستلو په مټ سويلي افریقا لوبډلې یاده سيالي د ۹۵ منډو په توپير بایلوده.

پاکستان ددې بریا سره د دوو ټيسټ لوبو لړۍ دوه په صفر سره له میلمه سويلي افریقا وګټله.سويلي افریقا لوبډلې په ۲۴۱ منډو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او داسې تمه کیده چې سويلي افريقا لوبډله به یاده لوبه په ډيرې اسانۍ سره له پاکستان وګټي،خو داسې ونشول او یاده لوبډله د هدف په تعقیب کې په بشپړه توګه پاتي راغله.

په دویمه ټيسټ لوبه کې پاکستان په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۲۷۲ منډې جوړې کړې او په دوهم اننګز کې يې ۲۹۸ منډې جوړې کړې.

سويلي افریقا بیا پخپل لومړي اننګز کې ۲۰۱ منډې جوړې کړې.په دوهم اننګز کې یې بیا ۲۷۴ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره په لومړي اننګز کې فهیم اشرف ۷۸ او بابر اعظم ۷۷ زیاتې منډې جوړې کړي وې.

د سويلي افریقا لپاره په لومړي اننګز توپ اچونه کې انریچ پنځه ویکټې ترلاسه کړي وې.

په دوهم اننګز کې د پاکستان لپاره محمد رضوان ۱۱۵ زیاتې منډې جوړې کړي وې.

د سويلي افریقا لپاره په دوهم اننګز توپ اچونه کې جورج لینډي ۵ ویکټې اخیستي وې.

د سويلي افریقا لپاره په لومړي اننګز توپ وهنه کې مولډر ۳۳ او مرکرم ۳۲ زیاتې منډې جوړې کړي وې.

د پاکستان لخوا لومړي اننګز توپ اچونه کې حسن علي ۵ ویکټې ترلاسه کړي وې.په دوهم اننګز کې سويلي افریقا لخوا توپ وهنه کې زیاتې منډې مرکرم ۱۰۸ جوړې کړې.

د پاکستان لخوا په دوهم اننګز توپ اچونه کې حسن علي ۵ ویکټې ترلاسه کړي وې.

ټاکل شوي چې لدې وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شي چې لومړی لوبه به د فبرورۍ په یوولسمه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ