شکیب له دوهمې ټیسټ لوبې بهر شو | خبریال

شکیب له دوهمې ټیسټ لوبې بهر شو

کریکبال وېبپاڼه- د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې الراونډر شکیب الحسن د ورانه د درد له کبله د ویسټ انډیز خلاف دوهمې او وروستۍ ټیسټ لوبې څخه چې د جمعې په ورځ به داکې ښار کې ترسره شي،بهر شوی دی.

شکیب په لومړی ټیسټ لوبه کې چې چټاګانګ ښار کې ترسره شوه،نوموړی له ټپونو سره مخ شوی وو.

نوموړي د همدې ټپونو له کبله ونشول کولای چې په دوهم اننګز یا پاڼۍ کې توپ وهنه یا توپ اچونه ترسره کړي.

تراوسه د دوهمې ټیسټ لوبې لپاره د هغه ځای ناستی لوبغاړی ندی اعلاندپه همدې لوبه کې احساس شوه او بنګله دېش ونشول کولای چې د ۳۹۴ منډو هدف څخه دفاع وکړي.

کایل مایرس د ۲۱۰ منډو جوړولو په مټ ویسټ انډیز یاده لوبه په درې ویکټو له ویسټ انډیز څخه وګټله.

بنګله دېش کرکټ بورډ پخپلې خپره شوي اعلامیه کې ویلي،د هغې ورځې راهیسې چې نوموړي ته ستونزه پیداشوې په دوامداره توګه د هغه درملنه کیږي.

د یادونې وړ ده چې شکیب الحسن د کرکټ نړیوالې شورا لخوا پر وخت د درغلیو د راپور د نه شریکولو له کبله د یادې شورا لخوا دوه کلن کرکټ بندیز سره مخ وو.

کرکټ نړیوالې شورا هغه مهال ویلي وو چې شکیب الحسن ته په سیالیو کې د درغلۍ او رشوت وړاندیزونه شوي وو،خو نوموړي خپل راپور او حال د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد څانګې سره نه وو شریک کړی،چې له کبله یې نوموړی د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې دوه کاله (یو کال معاف-یو کال بندیز) سره مخ شو.

د نوموړي کرکټ بندیز د ۲۰۲۰ کال اکتوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه پای ته ورسید.

ویل کیږي چې نوموړي ته د ای پي ایل سیالیو پر مهال د درغلۍ وړاندیز شوی وو،خو نوموړي پرې خاموشه شوی وو.

د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې چې کوم لوبغاړي ته په سیالیو کې د درغلۍ یا جوړجاړی وړاندیز وشي،باید لوبغاړی هر څه له کرکټ نړیوالې شورا سره په وخت شریک کړي.

شکیب الحسن د بنګله دېش کرکټ لوبډلې د ملا تیر حیثیت لري او د نوموړي په نه شتون کې بنګله دېش لوبډله نیمګړې ښکاریده.

نوموړي د بنګله دېش لپاره ۵۷ ټیسټ،۲۰۶ یو ورځنۍ او ۷۶ شل اوریزې لوبې کړي چې له ۱۱ نیم زرو زیاتې منډې یې جوړې کړي دي او همداشان یې له ۳۵۰ زیاتې ویکټې یې پکې اخیستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ