زمبابوې ته د ایرلینډ لوبډلې سفر وځنډیده | خبریال

زمبابوې ته د ایرلینډ لوبډلې سفر وځنډیده

کریکبال وېبپاڼه- د زمبابوې کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې دوی ایرلینډ کرکټ بورډ ته خبر ورکړئ دی،چې د کویډ-۱۹ ویروس له کبله پدغه هیواد کې دوی نشي کولای چې د ایرلینډ په وړاندې د سیالیو کوربتوب په اوسني وخت کې وکړي.

ټاکل شوي وه چې ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې به د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه د درې شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو سیالیو د ترسره کولو په موخه زمبابوې هیواد ته سفر کړئ وای او د دواړو لوبډلو ترمنځ به اپریل میاشت کې سیریز ترسره شوی وای.

خو د زمبابوې کرکټ بورډ لخوا د خبرداري ورکولو وروسته به دغه سیالۍ پخپل وخت ترسره نشي.

د زمبابوې کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې چې دواړو کرکټ بورډونو ددغو سیالیو په ځنډیده موافقې ته رسیدلي دي.

زمبابوې کرکټ بورډ ویلي،په یوه مناسب وخت کې به دغه سیریز بیا هم ترسره کړي.

د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې د مهارتونو د لوړولو ډایریکټر رېچارډ هولډسورت ویلي،دوی ددغه سیالیو په ځنډیدو خواشیني شوي،خو په ورته وخت کې دوی ته د لوبغاړو ژوند هم اهمیت لري او له همدې کبله د زمبابوې کرکټ بورډ پریکړې ته احترام لري.

“حقیقت دی او بې له شکه چې مونږ د زمبابوې کرکټ بورډ ددغه پریکړې او اعلان څخه چې مونږ یې تمه نه درلوده خواشیني کړو.خو په ورته وخت کې مونږ ته د خپلو لوبغاړو او ډلې د ژوند حفاظت هم اړین دی.مونږ پدې برخه کې د زمبابوې کرکټ بورډ پریکړې ته احترام لرو،دوی خپله هڅه وکړه چې پلان شوی سیریز پخپل وخت کې ممکن کړي.خو داسې ونشول،مونږ د دوی خپلو هڅو او کوششونو څخه مننه کوو.”

هولډسورت وویل،دوی روان کال کې مصروفې سیالۍ لري او همداشان اکتوبر میاشت کې نړیوال جام دی.دوی به هم خپله هڅه وکړي چې دغو سیالیو ته یو مناسب وخت پیدا کړي.

د زمبابوې او ایرلینډ ترمنځ ځنډول شوي یو ورځنۍ لوبې د ای سي سي ورلډ کپ سوپر لیګ برخه ندي.

د معلوماتو له مخې چې ځنډول شوي دغه سیالۍ به دا ځلې د ایرلینډ په کوربتوب راتلوونکي اوړي موسم کې ترسره شي.

ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې تیره میاشت د اماراتو په کوربتوب له افغانستان سره د ورلډ کپ سوپر لیګ سیالیو برخه درې پنځوس اوریزې سیالۍ ترسره کړې،چې درې واړه سیالۍ یې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته بایلودې.

په یاد سیریز کې ایرلینډۍ لوبډله په بشپړه توګه د افغانستان لخوا کلین سويپ شوه او یوه لوبه یې هم ونه ګټله.

خو یاد سیریز د ایرلینډي اوپنر سټرلینګ لپاره په زړه پورې وو.نوموړي وروستیو دوو لوبو کې سر په سر دوه سلیزې د افغانستان خلاف ووهلې او د سیریز غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

افغان کرکټ ملي لوبډله به راتلوونکي میاشت له زمبابوې سره د اماراتو په کوربتوب دوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

ټاکل شوي چې یاد سیریز لوبې به د مارچ له دویمې نېټې پیل او د مارچ تر شلمې نېټې به دوام وکړي،تراوسه د یادو سیالیو دقیقې نېټې ندي تعین شوي.

هیره دې نه وي چې دغه سیالۍ د کرکټ بورډ لخوا نه بلکې په ۲۰۱۷ کال کې د ای سي سي لخوا ورکړل شوي (FTP) سیالیو برخه دي.

په پام کې وه چې د ای سي سي لخوا ورکړل شوي دغه (FTP) سیالۍ به په سپټمبر میاشت کې ترسره شوي وای،خو د زمبابوې کرکټ بورډ په بلنه را وړاندې کړل شوې او دغه سیالۍ به راتلوونکي میاشت ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ