ای سي سي او بایجو شرکت لخوا ستر ګام | خبریال

ای سي سي او بایجو شرکت لخوا ستر ګام

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ لوبډلې د سپانسر کولو وروسته بایجو شرکت یو بل ستر ګام پورته کړ او د کرکټ نړیوالې شورا سره یې د راتلوونکو درې کالونو لپاره د همکاریو او سپانسرۍ یوه ستره معاهده لاسلیک کړه.

یاد شرکت د کرکټ نړیوالې شورا سره د (۱۲۰- ۱۳۰) کروړه په ارزښت ګلوبل پارټنرۍ تړون لاسلیک کړ،چې له مخې به یې بایجو شرکت د ای سي سي په چوکاټ کې د ټولو سیالیو د خپرولو حق او امتیاز د یاد شرکټ سره وي.

بایجو په نوم دغه هندي شرکت وروسته له هغې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د هر قسم سیالیو حق او امتیاز ترلاسه کوي،چې ټاکل شوي د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالۍ به د هند په کوربتوب ترسره شي.

بایجو رویندران د ای سي سي سره ددغې معاهدې په لاسلیک خوښي وښوده او ویې ویل چې سپورټ او خصوصا کرکټ زیاتره هندوانو لپاره د یو ژوند په څیر دی او د دوی په زړونو کې خاص ځای لري.

“سپورټ او خصوصا کرکټ زیاتره هندوانو لپاره د ژوند یوه ستره خاصه ده او د دوی په زړونو کې ځانګړی ځای لري.دا زمونږ لپاره یو ویاړ دی چې یوه هندي کمپنۍ زمونږ د ملت لپاره په نړیوال ډګر کې لکه اوس چې ده استازیتوب کوي.”

بایجو شرکت لدې وړاندې د هند کرکټ ملي لوبډلې سپانسري هم ترسره کړي ده.

ټاکل شوي چې د ای سي سي لخوا د اووم پړاو شل اوریز جام سیالۍ به د روان کال په اکتوبر میاشت کې د هند په کوربتوب ترسره شي.

دغه جام سیالۍ په پلان کې وې چې په ۲۰۲۰ کال کې د اسټرالیا په کوربتوب ترسره شوي وای،خو د کرونا له کبله وځنډیدې.

لومړی حق د اسټرالیا وو چې ځنډول شوی نړیوال جام بیا ځلې پخپل کوربتوب ترسره کړي،خو پخپله خوښه اسټرالیا کرکټ بورډ د کوربتوب امتیاز هندوستان ته ورکړ او هغوی وویل چې دوی په ۲۰۲۱ کال کې هم د نړیوال جام کوربتوب نشي کولای.

د هغوی په وینا چې دوی به په ۲۰۲۲ کال کې د نړیوال جام کوربتوب ترسره کړي.

د هند په کوربتوب نړیوال شل اوریز جام ته افغانستان لا وړاندې د درجه بندۍ په اساس د اوو نورو ټاپ لوبډلو سره یو ځای لار پیدا کړي ده.بنګله دېش او ویسټ انډیز به بیا ددغه جام لپاره د نورو لوبډلو سره یو ځای کوالیفای کوي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ