کریم جنت ټي ټین غوره لوبډله کې ځای خپل کړی | خبریال

کریم جنت ټي ټین غوره لوبډله کې ځای خپل کړی

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي ټي ټین لیګ سیالۍ څو ورځې وړاندې د نرترن وریئرز لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسیدې.

نرترن وریئرز لوبډلې په پایلوبه کې وکولای شول چې ډهلي بولز لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتي ورکړي او د دوهم ځل لپاره د یادو سیالیو اتلوالي خپله کړي.

یادو سیالیو کې د نړیوالو خارجي لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړو هم ښې لوبې ترسره کړې.

د یاد لیګ څخه د کارکردګیو په اساس یوولس کسیزه لوبډله غوره شوي چې افغان الراونډر کریم جنت هم ځای خپل کړی دی.

مونږ په لنډ ډول د یاد لیګ کې څخه هغو لوبغاړو کارکردګیو ته کتنه کوو چې په یاد لیګ کې ښه ځلیدلي دي.

۱:- ایون لیوس (ډهلي بولز)

ایون لیوس په یاد لیګ کې د غټو شپږیزو په وهلو سره یاد لیګ ته ځانکړي ښکلا ورکړي وه.نوموړي لوبغاړي د ۲۲ شپږیزو په وهلو سره د ټورنمېنټ دوهم زیاتې شپږیزې وهونکی لوبغاړی وو.څه باندې ۲۴۳ سټرایک رېټ سره یې په ۸ لوبو کې ۲۱۶ منډې جوړې کړې.نوموړي د ماراټه عربیانز لوبډلې خلاف په یوه اور کې پنځه سر په سر شپږیزې هم وهلي وې.

۲:- سهیل اختر (قلندرز)

سهیل اختر د قلندرز لوبډلې کپتان د روان کال لس اوریزه لیګ سیالیو کې بهترینې لوبې ترسره کړې.نوموړي په ۶۲ اوسط سره ۲۴۸ منډې جوړې کړې.سهیل اختر په وروستیو درې لوبو کې زبردستې لوبې وکړې،په یوه لوبه کې نوموړي په ۳۱ توپونو ۷۱ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.نوموړي د غوره بېټسمین په توګه یوولس کسیزه لوبډله کې ځای خپل کړی دی.
۳:- وسیم محمد (نرترن وریئرز)

نسیم ویریئرز یقینا چې د ابوظبي لس اوریزه لیګ سیالیو کې د خپلې لوبډلې په ګټه بهترینې لوبې وکړې.دغه اماراتي لوبغاړي په اوپنینګ برخه کې یو بریدګر پیل به یې ورکوه.نوموړي د لس اوریزه لیګ تر ټولو چټکه نیمه سلیزه هم په ۱۲ توپونو جوړه کړي وه.

۴:- ټام کوهلر -کډمور (پوني ډیویلز)

په لومړی لوبه کې که څه هم ښه ونه ځلیده،خو په ورپسې نورو لوبو کې دغه انګلستاني لوبغاړي داسې لوبې وکړې چې د مینه والو پام یې ځانته را جلب کړ.نوموړي وروستیو درې لوبو کې (۵۴)، (۶۱*) او (۴۸) منډې جوړې کړې.نوموړي ټورنمینټ نهم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی هم وو.

۵:- نیکولاس پورن (نرترن وریئرز)

د یوه کپتان په توګه نوموړی د نړیوالو لوبو په لوبولو سره ښه تخنیک او تجربې برخمن لوبغاړی وو.نوموړي ددغه موسم ټي ټين لیګ سیالیو په یوه لوبه کې تر ټولو ډیرې ۸۹ منډې هم جوړې کړې.نوموړي دغه منډې په ۲۶ توپونو د ۱۲ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ترلاسه کړې.نوموړی د ټورنمېنټ غوره لوبغاړی لوبغاړی هم اعلان شو.

۶:- اعظم خان (دېکن ګلډیئټرز)

پاکستاني بېټسمین اعظم خان به د خپلې لوبډلې لپاره په منځنۍ برخه کې ښه پیل ورکوه.نوموړی په څو لوبو کې د اوپنینګ په برخه کې لوبو ته راښکته شوه خو ناکامه شو،وروسته په منځنۍ برخه کې مؤثر ثابت شو.نوموړی دېکن لوبډلې لپاره روان سیزن کې تر ټولو ډیرې زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.

جامي اورټن (ابوظبي)

جامي اورټن د ابوظبي لوبډلې لپاره روان کال لس اوریزه لیګ سیالیو کې دوهم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.نوموړي ۱۲ ویکټې په دې پړاو کې ترلاسه کړې.نوموړي په یوه لوبه کې ۴ ویکټو په اخیستلو سره خپله لوبډله تر پلې پړاو ورسوله.نوموړي د بالینګ ترڅنګ بعضې وخت په بیټینګ کې هم مهم رول ادا کاوه.

۸:- فابیئن الن (نرترن وریئرز)

فابیئن الن دغه ویسټ انډیزي ورو توپ اچوونکي د وزیئرز لوبډلې په اتلوالۍ ګټلو کې مهم رول ادا کړ.نوموړي د ۱۳ منډو په ورکولو سره د ټورنمېنټ دوهم زیاتې ویکټې اخیستوونکی بالر ونومول شو.

۹:- علي خان (ډهلي بولز)

علي خان د ډهلي بولز لوبډلې لپاره لوبې اړخ بدلوونکی لوبغاړی وو.نوموړي به د یوط خوا د منډو مخنیوی او له بلې خوا به یې په مهم وخت کې ویکټې هم ترلاسه کولې.که څه هم نوموړي د ټپونو له کبله کمې لوبې وکړې خو بیا هم د یادې لوبډلې لخوا زیاتې ویکټ اخیستوونکی بالر وو.نوموړي ښه توپ اچونه د پوني خلاف بې له منډې ورکولو څخه د ۳ لوبغاړو سوځول وو.

۱۰:- کریس جورډن (قلندرز)

نوموړی توپ اچوونکي به ډېټ اورونو کې چې کله به توپ وهونکو یرغل کاوه. د هغوی مخه به یې نیولې او پخپلو یارکرو به یې د منډو دفاع کوله او نوموړي د ۷ ویکټو په اخیستلو سره د قلندرز لپاره زیاتې ویکټې اخیستوونکی بالر وو.

۱۱:- کریم جنت (بنګله ټایګرز)

که څه هم لوبډلې یې ونشول کولای چې دوهم پړاو ته لار ومومي.خو کریم جنت خپله وړتیا پکې وښوده او نوموړي ایوریج ته په کتلو حد اقل په لسو توپونو کې یې یوه ویکټ اخیستي ده.نوموړي په نوي بال او ډېټ اورونو کې د خپلې لوبډلې په استازیتوب ښه بالینګ ترسره کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ