هند له اوږده ځنډ وروسته خپل کور کې مات شو | خبریال

هند له اوږده ځنډ وروسته خپل کور کې مات شو

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا او هند ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه چې د هند په چنای ښار کې ترسره شوه،پکې میلمه انګلستان د ۲۲۷ منډو په توپیر کوربه هندوستان ته ستره ماتي ورکړه.

د ۴۶۰ منډو هدف په تعقیب کې هندوستان د ورځې پیل ۳۹/۱ وکړ،خو د څو ساعتونو د تیریدولو وروسته انګلستاني چټک توپ اچوونکي جیمز اندرسن او جیک لیک د هند لوبډلې ملا ور ماته کړه او د ډوډۍ وقفې وړاندې یې ۱۴۴/۶ ویکټې ترلاسه کړې.

یوازینی هیله د دوی ویراټ کوهلی ته وه او نوموړي د یو څه مودې پاتي کیدو وروسته په ۷۲ منډو ویکټ له لاسه ورکړه.

په دوهم اننګز کې هندوستان ټوله لوبډله یوازې په ۱۹۲ منډو اوټ شوه.

لدې وړاندې په لومړي اننګز کې انګلستان د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې هند پخپل لومړي اننګز کې ۳۳۷ منډې جوړې کړې.

انګلستان بیا په دوهم اننګز کې یوازې په ۱۷۸ منډو وسوځیده او هندوستان پخپل دوهم اننګز کې په ۱۹۲ منډو سوځیدلو سره لوبه په ۲۲۷ منډو وبایلله.

هیره دې نه وی چې دا د جو روټ په کپتانۍ کې او هغه په اسیایي خورا کې شپږمه بریا وه.لدې وړاندې د نوموړي په کپتانۍ کې انګلستان سریلانکا ته په پنځه پرلپسې لوبو کې ماتي ورکړي وه.

له بلې خوا دا د ویراټ کوهلي لپاره څلورمه ماتي وه چې هند لوبډله یې دده په مشرۍ کې ترلاسه کوي.

پدې بریا سره انګلستان د فیصدي له مخې په درجه بندۍ کې په لومړي ځل لومړي مقام ته پورته شو.

انګلستان په ۱۸ ټیسټ لوبو کې د ۴۴۲ پوینټونو په لرلو سره (۷۰،۲) فیصده شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

د فیصدۍ له مخې په درجه بندۍ کې انګلستان لومړی،نیوزیلینډ دوهم،اسټرالیا دریم او هندوستان څلورم مقام لري.

د یادونې وړ ده چې د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبې ته نیوزیلینډ وړاندې لار موندلي ده.

اسټرالیا،انګلستان او هندوستان به د دوهمې لوبډلې په توګه هڅه کوي چې پایلوبې ته ووځي.

د هند او انګلستان ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه کې د سیالۍ غوره لوبغاړی انګلستانۍ جو روټ ونومول شو.

د هند لپاره ننۍ ماتي دا د ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ماتي وه چې دوی یې پخپل کور کې خوري.

دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ