سويلي افريقا بورډ ای سي سي ته شکایت وکړ | خبریال

سويلي افريقا بورډ ای سي سي ته شکایت وکړ

کریکبال وېبپاڼه- تیره اوونۍ اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د کرونا له ویرې سويلي افریقا ته د سيالیو له ورتګ ډډه وکړه.چې ورسره یې د سويلي افریقا کرکټ بورډ لخوا غبرګون ښکاره شوه.

ټاکل شوي وه چې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې به په فبرورۍ میاشت کې د درې ټيسټ سیالیو لپاره سويلي افریقا هیواد ته سفر کړی وای،خو دوی په وروستیو شیبو کې د سويلي افریقا سفر لغوه کړ.

اسټرالیا کرکټ بورډ سره ویره پیدا شوه که لوبغاړي یې سويلي افریقا ته سفر وکړي،شاید په کرونا ویروس اخته شي چې له همدې امله اسټرالیا لوبډلې سويلي افریقا د سيالیو سفر لغوه اعلان کړ.

د اسټرالیا لخوا د سیالیو سفر لغوه کول سويلي افریقا کرکټ بورډ ته ستره اقتصادی ضربه ورسوله او دوی وایي چې پداسې حساس وخت کې د سيالیو لغوه کول دوی ته ډير زیات اقتصادي تاوان رسولی.

سويلي افریقا کرکټ بورډ په همدې تړاو کرکټ نړیوالې شورا د یو لیک هم لیږلی او په هغې کې یې خپل شکایت ورته څرګند کړی دی.

دوی وایي د یوه داسې افریقايي هیواد چې سيالۍ هم کمې لري او هغه هم لغوه شي،دوی ته پدې سره زیاته اقتصادي ضربه رسیږي.

سويلي افریقا کرکټ بورډ ویلي د اسټرالیا سيالیو په ځنډولو سره دوی ته د ۳۰ میلیونه تاوان رسیږي او دوی له ای سي سي غوښتنه کړي چې د سیریز جبران ورکړي.

سويلي افریقا کرکټ بورډ لخوا په لیږل شوي شکایت دا هم ویل شوي چې څنګه به یوه لوبډله د ای سي سي ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو په جدول کې مخکې تګ وکړي چې سيالۍ یې لغوه کیږي.

سويلي افریقا کرکټ بورډ د اسټرالیا لخوا دغه کار د کرکټ روحيې وتلی کار بللی دی.

سويلي افریقا کرکټ بورډ زیاته کړې چې درې ستر هیوادونه په هر څه کې لاس لري او دوی چې څه وغواړي هغه کوي او د نورو لوبډلو پروا نه لري.

سويلي افریقا کرکټ بورډ ویلي دوی ټولو لوبډلو ته د کرونا حفاظت هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي او بیا هم دوی چمتو دی چې د لوبو لپاره هر ډول چاپيریال برابر کړي.

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پدې وروستیو کې پخپل کوربتوب له هندوستان سره د ټيسټ لوبو سیریز درلود.چې هند لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ