د پاکستان یوه پخواني کرکټر زوی له ډمې سره واده کړئ | خبریال

د پاکستان یوه پخواني کرکټر زوی له ډمې سره واده کړئ

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان پخواني کرکټر موین خان زوی اویس خان له د پاکستان فلمي نړۍ مشهورې اداکارې مریم انصاري سره واده کړی دی.

۲۴کلنه مریم انصاري د سعودي په ریاض ښار کې زیږدلې او په نهه کلنۍ کې پاکستان ته د فلمونو ډکولو لپاره کډواله شوې.نوموړې د پاکستاني فلمي صنعت په درې فلمونو کې کار کړی هم کړی دی.

مریم انصاري د تیرو اوو کالونو راهیسې په تلویزوني پروګرامونو،د نڅا ځایونو او شخصي محفلونو کې کار ترسره کړی دی.

اویس خان او مریم انصاري د واده وړاندې هم یو له بل سره نږدې اړیکې درلودې او دوی به وخت ناوخت په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګاني او تصویرونه د مینه والو د خوشحالولو لپاره خپارول

د یادونې وړ ده چې پخپل موین خان هم د ډامې مریم خان انصاري سره د خپل زوی په واده کولو خوښي ښودلي ده او هغه ته یې هرکلی ویلی دی.

موین خان پخپل انسټګرام د خپل زوی او نوي انګور تصویر هم خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي.

((مریم، د خان کورنۍ ته هرکلې راشې!))

موین خان پخپله د پاکستان د وخت یو ښه کرکټر تیر شوی دی.نوموړي به پدې شهرت درلوده چې ډير به غږیده او خپل لوبغاړي به یې ښې لوبې ته هڅول.

نوموړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۶۹ ټيسټ او ۲۱۹ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي.چې د څلورو سلیزو او ۲۷ نیمه سلیزو په مټ یې له شپږو زرو زیاتې منډې جوړې کړي دي.

نوموړي ددې ترڅنګ پنځه شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي دي.وروستۍ لوبه یې په ۲۰۰۴ کال کې د هندوستان لوبډلې خلاف په فیصل آباد ښار کې ترسره کړه.

په وروستي ځل نوموړی په یوه دوستانه لوبه کې چې په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا په لاس انجلیس ښار کې ترسره شوه.نوموړي د ټنډولکر په لوبډله کې د اسټرالیاوي شین وارن خلاف سيالي ترسره کړه.

د یادې سيالۍ موخه د مرستو راټولول وو.

په ورته وخت کې د موین خان بل زوی اعظم خان پدې وروستیو کې په ټي ټين لیګ سيالیو کې د دېکن ګلډيئټرز لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړې،چې ښه پکې وځلیده.

اعظم خان لدې وړاندې په ۲۰۲۰ کال پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې د کویټې لوبډلې لپاره هم لوبې ترسره کړي دي.همداشان په ۲۰۲۰ کال لنکا پریمیر لیګ سيالیو کې د ګېل ګلډيئټرز لوبډلې سره وو او د یادې لوبډلې روزونکی یې خپل پلار هم وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ