امارات دا ځلې خپل شل اوریز لیګ پیلوي | خبریال

امارات دا ځلې خپل شل اوریز لیګ پیلوي

کریکبال وېبپاڼه- پدې وروستیو کې د لس اوریزه لیګ په بریالی توګه پای ته رسیدو وروسته اوس اماراتو کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې دوی به د روان کال په اخر کې خپل شل اوریز لیګ په لاره واچوي.

د اماراتو کرکټ بورډ چیرمېن شیخ النهیان بن المبارک ویلي،ډیر ژر به دغه لیګ په لاره واچول شي.

د نوموړي په وینا دغه نوی لیګ به د ۲۰۲۱ کال دسمبر میاشت کې پیل چې د ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ میاشتې به دوام وکړي.

د نوموړي په وینا ددغو سیالیو نېټې به بیا وروسته اعلان کړي.

د اماراتو کرکټ بورډ لخوا لدې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې (UAE T20x) په پلان کې شوې او دغو سیالیو کې د ګډون لپاره هغه مهال اندري رسل،اې بي ډیویلیرز،ایون مورګن هم راجلب کړل شول،خو د سیالیو د پیل یوه میاشت وړاندې دغه سیالۍ لدې کبله چې یوازې د پنځو لوبډلو څخه دوه لوبډلې وپلورل شوې، سیالۍ لغوه اعلان کړل شوې.

خو اماراتو کرکټ بورډ په ۲۰۲۰ کال کې یو ځل بیا ددغه سیالیو په ترسره کیدو پلان کار پیل کړ،مګر د کرونا له کبله د ځنډ سره مخ شوې.

اماراتو کرکټ بورډ اوس په پام کې لري چې خپل شل اوریز لیګ بیا پيل کړي.

اماراتو کرکټ بورډ پخپلې اعلامیې کې ویلي،دغه نوي لیګ کې به د نړۍ بهترین لوبغاړي شتون ولري او همداشان به اماراتي لوبغاړو ته یو ښه فرصت هم برابر شي چې د سترو لوبغاړو سره یو ځای د لوبو څخه تجربې ترلاسه کړي.

” مونږ خوښ یو چې نوی لیګ پیلوو.پدې سره به په اماراتو کې د کرکټ لوبې نورې هم پراخه او وده پیدا کړي.”

” اماراتي لوبغاړو ته به یو ښه فرصت برابر شي،تر څو نړیوالو لوبغاړو سره یو ځای د لوبو څخه تجربې او مهارتونه زده کړي.”

دغه سیالۍ پداسې وخت کې پلان شوي چې په ورته وخت کې بنګله دېش پریمیر لیګ او اسټرالیا لیګ سیالۍ هم ترسره کیږي.

پدې نوي لیګ کې به د اماراتي لوبغاړو تجربه لا هم پراخه وي،ځکه چې دوی لا وړاندې تیره میاشت په ټي ټین لیګ سیالیو کې له سترو لوبغاړو سره یو ځای لوبې ترسره کړې.

د اماراتو کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي روبین سینګ وویل،دوی په لس اوریزه لیګ کې د خپلو لوبغاړو له کاردګيو خوښ دي.دده په وینا لوبغاړو یې بې له ویرې د سترو لوبغاړو په وړاندې ښې لوبې کولې.

د یادونې وړ ده چې اماراتو کرکټ بورډ وروسته له هغې ددغه نوي لیګ پیلولو په پلان کار پیل کړ،چې ابوظبي ټي ټین لیګ سیالۍ په ښه شان سره پای ته ورسید.

یاد لیګ د جنورۍ په ۲۸مه پیل شوی وو چې فبرورۍ په ۶مه د نرترن لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسید.

تیر کال لس اوریزه لیګ نومبر او دسمبر میاشت کې ترسره شوی وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ