کرکټ بورډ بې غورۍ له کبله ایرلینډ د افغانستان سیالۍ ځانته کړې | خبریال

کرکټ بورډ بې غورۍ له کبله ایرلینډ د افغانستان سیالۍ ځانته کړې

کریکبال وېبپاڼه- که څه هم چې کرونايي حالت هم دي،خو ایرلینډ کرکټ بورډ هیڅکله د افغانستان کرکټ بورډ په څیر خوبیوالی ندی او د ملي لوبډلې ترڅنګ یې الف لوبډلې ته هم له بنګله دېش الف لوبډلې سره هغه سیالۍ برابرې کړې چې په پام کې وه افغانستان الف لوبډلې به له دوی سره ترسره کوي وای.

خو کرکټ بورډ کې د ډیرو مشرانو له کبله چې تراوسه یې مشر ندی معلوم،د افغانستان دغه سیالۍ د ایرلینډ الف لوبډلې ته انتقال شوي.

ایرلینډ کرکټ بورډ ویلي دوی پخپلو هڅو وتوانیدل چې د وولفز لوبډلې لپاره سیالۍ برابرې کړي او همداشان یې ددغو سیالیو د ترسره کیده لپاره د بنګله دېش کرکټ بورډ څخه اجازه هم ترلاسه کړې.

د دوی په وینا لوبډله به یې ډیر ژر د یادو سیالیو لپاره بنګله دېش ته سفر وکړي.

ایرلینډ کرکټ بورډ په ورته وخت کې ددغو سیالیو لپاره لوبډله هم اعلان کړي ده.

ایرلینډ وولفز لوبډله پدې ډول ده: مارک اېډر،کورټېس کمپر،پېټر چېز،ګرېت ډېلني،جورج ډکرل،سټېپن ډوني،جناتن ګارت،شن ګټ،ګرام هوم،جېرمي لوار،جوش لېټل،جمېز مکولم،نېل روک،هاري ټکټر،لورکن ټاکر،بین وایټ.

د سره توپ په لوبو کې به جورج ډکرل د ایرلینډ الف لوبډلې مشري په غاړه ولري او سپین توپ د لوبو لپاره به ټکټر د وولفز لوبډلې مشري په غاړه ولري.

ټاکل شوي چې د بنګله دېش او ایرلینډ الف کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پدې سفر کې به یوه ټیسټ،پنځه یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې ترسره شي.

سیالیو دغه سفر به فبرورۍ له ۱۷مې نېټې پیل او د مارچ تر نوولسمې نېټې به دوام وکړي.

د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې د ټاکوونکي ډالګۍ مشر اندریو وایټ ویلي،دا چې دغه سیالۍ برابرې شوې،کریډیټ باید دواړو کرکټ بورډونو ته ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه،ددغو لوبو سره به ایرلینډي لوبغاړو ته په اسیایي کنډيشن کې د لوبو تجربه وشي او د هغه د لوبغاړو لپاره به یوه ستره تجربه وي چې لومړي ځل اسیایي کنډیشن کې لوبیږي.

اندریو وایټ زیاتوي،د دوی پلان ښه منظم روان دی او ددغو سیالیو څخه به تکړه لوبغاړي د زمبابوې په وړاندې سیالیو ته چې اوس ځنډول شوي،چانس ورکړي.

ایرلینډ الف لوبډلې جوړښت زیات وخت ندی نیولی،یاده لوبډله په ۲۰۱۷ کال کې ایجاد شوه او پدې کمه موده کې یې د یوه منظم پلان له مخې له سترو لوبډلو بنګله دېش،سوت افریقا،زمبابوې او نورو هیوادونو لوبډلو سره لوبې ترسره کړي دي.

دوی په ډیره کمه موده کې ښه لوبغاړي هم ترې پیدا کړي دي.

که څه هم د بنګله دېش سره دغه سیالۍ په پلان کې وې چې افغانستان ترسره کړي وای،خو کرکټ بورډ کې د زیاتو مشرانو له کبله بنګله دېش اړ شو چې ایرلینډ لوبډلې سره په لاره واچوي.

د معلوماتو له مخې چې بنګله دېش کرکټ بورډ د سیالیو موضوع له افغانستان کرکټ بورډ سره د ایمیل له لارې هم شریکه کړي وه،خو هغوی لخوا ورته ځواب ندی ویل شوی او بنګله دېش اړ شوی چې سیالۍ له بل هیواد سره په لاره واچوي.

لدې وړاندې کرکټ بورډ د خلکو د پام را اړولو لپاره ویلي وو چې دوی د افغانستان الف لوبډلې په اماراتو کې له بنګله دېش سره سیالۍ په لاره اچوي.خو تراوسه د یادو سیالیو څرک هم نه ښکاري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ