اشیش نهرا:که هند لومړی بیټينګ وکړي،کوهلي ۲۵۰ منډې جوړولی شي | خبریال

اشیش نهرا:که هند لومړی بیټينګ وکړي،کوهلي ۲۵۰ منډې جوړولی شي

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی اشیش نهرا وايي،که چيرې راتلونکي ټيسټ لوبه کې چې د فبرورۍ په دیارلسمه نېټه په چنای ښار کې ترسره کیږي،هند لوبډله ټاس وګټي او لومړی توپ وهنه غوره کړي،زه باوري یم چې په یوازې ځان به ویراټ کووهلي تر ۲۵۰ پورې منډې جوړې کړې.

ویراټ کوهلي په لومړی ټيسټ لوبه کې (۱۱) او په دوهم وار بیټينګ کې يې (۷۲) منډې جوړې کړې او انګلستان یاده سيالي په ۲۲۷ منډو بایلوده او انګلستان یاد سیریز کې یو په صفر سره مخکیوالی ترلاسه کړ.

که څه هم ویراټ کوهلي د لومړی ټيسټ لوبې بایللو کوم داسې واضح علت څرګند نه کړ،خو فقط دومره یې وویل چې لومړی ټيسټ لوبه کې ټاس ګټل ډير اړین وو.

د ویراټ کوهلي په وینا په تیره لوبه کې انګلستان لومړی توپ وهنه کې ویشتنځای د بیټينګ یا توپ وهنې لپاره مساعد وو او وروسته بالرانو ته برابر شو،له همدې کبله دوی د ماتي سره مخ شول.

جو روټ (۲۱۸)،ډم سېبلي (۸۷) او بین سټوکس (۸۷) منډو په جوړولو سره له هندي بالرانو په لومړي اننګز کې ۵۷۸ منډې جوړې کړې.

کله چې هند لوبډله په لومړي اننګز کې توپ وهنې ته راښکته شوه،ټوله لوبډله په ۳۳۷ منډو وسوځیده.

اشيش نهرا وویل: ((تاسو د یوې او دوو سلیزو په اړه غږیږی،خو زه وایم که هند ټاس ګټلی وای،هغه به تر ۲۵۰ پورې منډې په یوازې ځان جوړې کړي وای.))

((ویراټ کوهلي ځانګړنه دا وه،کله چې اشوان اوټ شو،کوهلي پوهیده چې سيالي به بایلي،خو بیا هم نوموړي داسې بې احتیاطه شاټونه ونه وهل.))

د اشیش نهرا په وینا ویراټ کوهلي په لومړی ټیسټ لوبه کې خپل ملګري له لاسه ورکړل،خو نوموړي په ګوښي ځان لوبې ته دوام ورکړ.

د یادونې وړ ده چې هند کرکټ ملي لوبډله په لومړی ټيسټ لوبه کې د انګلستان لخوا پخپل کور کې له سترې ماتي سره مخ شوه.

هند هغه لوبډله ده چې تر ډیره پخپل کور کې پياوړي وي او د میلمه لوبډلې لپاره د هغې ماتول ستونزمن وي.

ویراټ کوهلي له رسنیو سره په خبرو کې وویل،هغه مني چې لوبډلې یې غلطۍ وکړې،خو نوموړي لدې سره مخالفت وښوده چې ګواکې انګلستان لوبډلې له دوی زیات دغو سيالیو ته چمتوالی نیولی وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ