اسټرالیا روان کال وروستیو کې بنګله دېش ته سفرکوي | خبریال

اسټرالیا روان کال وروستیو کې بنګله دېش ته سفرکوي

کریکبال وېبپاڼه- د معلوماتو له مخې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په وروستیو کې د یو شمیر شل اوریزو لوبو د ترسره کولو په موخه بنګله دېش هیواد ته سفر وکړي.

که چیرې دا سيالۍ ترسره شي دا به د ۲۰۱۷ کال وروسته لومړی ځل وي چې اسټرالیا لوبډله بنګله دېش ته د سيالیو لپاره سفر کوي.

لدې وړاندې په پام کې وه چې بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله به د ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو د ترسره کولو په موخه اسټرالیا هیواد ته دوره کړي وای،خو دغه پلان تغیر وکړ او اوس ویل کیږي چې اسټرالیا لوبډله به یوازې د شل اوریزو لوبو لپاره بنګله دېش هیواد ته دوره کړي.

د کریک انفو د نړیوال سایټ د معلوماتو له مخې چې اسټرالیا لوبډله دغه سيالۍ د هند په کوربتوب نړیوال شل اوریز جام ته د اماده ګۍ په خاطر ترسره کوي.

بنګله دېش کرکټ بورډ د ایف ټي پي له مخې روان کال کې د انګلستان په وړاندې د ټيسټ لوبو کوربتوب هم په غاړه او داسې احتمال دی،چې د اسټرالیا،بنګله دېش او انګلستان ترمنځ به درې اړخیز شل اوریز سیریز ترسره شي.

د کریک انفو د معلوماتو له مخې دواړه اسټرالیا او بنګله دېش کرکټ بورډونه پدې اړه په خبرو لګیا دي،ترڅو دغه د لنډې مودې سیریز باندې جوړجاړي ته وراسيږي.

اسټرالیا کرکټ بورډ ددغې میاشتې په لومړيو کې سويلي افریقا ته د درې ټیسټ لوبو ورتګ سفر د کرونا له ویرې لغوه کړ،چې ورسره سويلي افریقا کرکټ بورډ هم توند غبرګون ښکاره کړ.

اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي وو،لدې ویرې یې سویلي افریقا هیواد د سيالیو سفر لغوه کړ،چې لوبغاړي یې پر کرونا اخته نشي.

د اسټرالیا او سويلي افریقا ترمنځ د ټیسټ سیریز لغوه کیدو وروسته کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ،چې د ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبې ته نیوزیلینډ لوبډلې لار پيدا کړه.

انګلستان،هندوستان او اسټرالیا هغه هیوادونه شول چې د ورلډ ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبې ته د وتلو لپاره به خپلې هڅې کوي.

اسټرالیا کرکټ بورډ هم تایید کړې چې دوی به په کرکټ نړیوالې شورا باندې کوم فشار وارد نه کړي،ترڅو د ورلډ ټیسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبه وځنډوي.

ټاکل شوي چې د ورلډ ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبه به د روان کال په جون میاشت کې د انګلستان په کوربتوب په لارډز لوبغالي کې ترسره شي.

اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله به راتلونکی بل سيریز د نیوزیلینډ خلاف ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ