نصیرحسین:جو روټ به زیات ریکارډونه مات کړي | خبریال

نصیرحسین:جو روټ به زیات ریکارډونه مات کړي

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر او اوسنی کمینټیټور نصیر حسین وایي،جو روټ یقینا د انګلستان یو بهترین کرکټر دی او نوموړی به په ټيسټ کرکټ کې د ټولو انګلستاني توپ وهونکو ریکارډونه ماتوي.

جو روټ د ۲۱۸ منډو په جوړولو سره د هندوستان په پیچونو چې زیاتره د ورو توپ اچوونکو لپاره مساعد دي،ډبل یا غبرګه سلیزه جوړه کړه او نوموړي په لومړي اننګز کې ۲۱۸ منډې جوړې کړې چې په مټ یې انګلستان په آسانۍ سره کوربه هندوستان ته په لومړی ټیسټ لوبه کې د ۲۲۷ منډو په توپير ستره ماتي ورکړه.

((نوموړی یوازې دیرش کلن دی،خو که د هغه کارکردګیو ته وکتل شي،نوموړی د هغو انګلستاني لوبغاړو لکه ګرهام ګوچ،کیون پېټرسن او الیسټر کوک سره هغه هم مشابه دی.زه په ډاډ سره ویلی شم چې نوموړی د ورو توپ اچوونکو لپاره مساعد ویشتنځایونو کې یو بهترین توپ وهونکی دی.کوم سويپ شاټونه چې نوموړی په سپنرانو وهي،د زوړورتیا وړ شاټونه دي.))

نصیر حسین په وینا هندوستان په څیر لوبډلې ته پخپل کور کې ماتي ورکول ډيره سخته وي،خو انګلستان د جو روټ په مټ دوی ته پخپل کور کې دننه ستره ماتي ورکړه،چې دا ثابتوي چې جو روټ څومره د سپنرانو په وړاندې قوي لوبغاړی دی.

نصیر حسین وویل،خلکو به هم دا لیکل چې هندوستان به انګلستان ته څلور په صفر کې ماتي ورکوي.نوموړي هر څوک پدې باور وو چې هند په اسټرالیا کې سیریز ګټلي او انګلستان به هم ماتوي.نو پدې بریا سره انګلستان لوبډلې هم وښوده چې دوی هم د هند په څير د خپل هیواد بهر سيالۍ ګټلي شي.

نصیر حسین زیاته کړه،چې انګلستان هم پخپل ښه لوري روان دی او د خپل هیواد بهر یې شپږ سیالۍ ګټلي دي.

نصیر حسین د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د وخت یو بهترین لوبغاړی شمیرل کیده.نوموړي د ۱۹۹۰ کال نه تر ۲۰۰۴ کال پورې د انګلستان لپاره ۹۶ ټيسټ لوبې ترسره کړي دي.

هیره دې نه وي چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه هم په چنای ښار کې ترسره شي.

د هندوستان او انګلستان ترمنځ د لومړی ټیسټ لوبې وروسته کرکټ نړیوالې شورا نوي د ټیسټ درجه بندي هم اعلان کړه،چې جو ورټ پکې دریم مقام خپل کړی دی،خو سيال ویراټ کوهلي بیا له دریم مقام څخه پنځم مقام ته ښکته شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ