ضیاء شریفي ته باید خپل حق ورکړل شي | خبریال

ضیاء شریفي ته باید خپل حق ورکړل شي

کریکبال وېبپاڼه- موده وړاندې ضیاء شریفي په کورنیو سیالیو کې له ښو کارکرداګۍ وروسته د ایرلینډ خلاف یوه شل اوریزه لوبه کې ولوبېده چې دوه پیاوړي لوبغاړي چې د ایرلینډ لوبډلې د ملا تیر جوړه وي پال سټرلېنګ او کېون اوبراین یې وسوځول.
له هغه وروسته نړیوالې سیالۍ څه چې کوم کمپ ته هم غوره نشو.
اوس تازه په تازه په ننګرهار کې کمپ پای ته وراسید هغه لوبغاړي پکې تر سترګو شول چې کارکرداګي یې په اوس وخت کې ښه نه وه/ نه ده!
خو پیاوړی لوبغاړی ضیاء شریفي بیا له ښو کارکرداګۍ سره سره بیا هم په کور ناست دی.

څو به دا چلند له ضیاء شریفي سره روان وي څو به نوموړي ته بورډ موقع او چانس نه ورکوي.

اوس پوښتنه دا ده چې که ضیاء شریفي استعداد نه لري نو ولې یوې لوبې ته انتخاب شو؟ که استعداد لري بیا څنګه تر اوسه یو کمپ ته هم نه دی غوره شوی؟

د افغانستان کرکت بورد د چټکو توپ اچونکو د لټون برنامه څو څو ځلې تکرار کړه خو نتیجه یې هېڅ ده.
بورډ چې د نورو چټکو بالرانو د لټون په برنامه وخت ضایع کوي، خو د ضیاء شریفي په شان هستۍ ته دې موقع ورکړي او کار دې نور هم پرې وکړي.

ضیاء شریفي ته آن د ملي لوبډلې په کمپ کې چانس نه ورکوي.

که بورډ ضیاء شریفي ته او تر څنګ نورو ځوانو لوبغاړو ته موقع او چانس ور نه کړي نو بورډ به یو وخت د هند،ویسټ انډیز، اسټرالیا،انګلستان سره هم لوبډله مخ کوي او د مخ کېدو پلان او فکر به ورته لري، بیا به هلته اوبه له ورخ تیرې وي.

نو په ډېر اخترماً له بورډ هیله لرو او غوښتنه کاؤ چې ضیاء شریفي ته په راتلونکو سیالیو کې چانس ورکړي او د زمبابوې خلاف راتلونکو سیالیو ته باید واخیستل شي، وفادار مومند، ضیاء شریفي بې حدا استعداد لري، د دوی لوړ قد او اکسټره بونس توپونه هغه څه دي چې مخالفې لوبډلې ته ستونزې جوړولی شي.

لیکنه:حکیم الله افتاب

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ