کریکبال وېبپاڼه- یا هغه په جنګ کې حلوا وېشل هم همداسې وي،بورد کرکت افغانستان اعلان کړی چې که له زمبابوبې سره لوبې څوک سپانسروئ، نو موږ مو خدمت کې یو.
یا خو رښتیا نه اهله، نا پوهه، بې سواده، حرام خواره او له مسؤلیت نا خبره یاستئ، یا خو ملت ته همدا فکر کوئ.
ایا د یو بشپړ غړیتوب درلودونکي (افغان لوبډله ) دې دومره بې سرنوېشته وي چې یوه ورځ یې پر مټ د یو سپانسر او بله ورځ یې پر مټ د بل سپانسر (ځونډی) ځوړند وي؟
نا اهلو نړۍ څه کوي او تاسو زموږ پر ملي حیثیت څه او څه لوبې وکړې.
د مارکېټېنګ څانګه کې هغه د ابا او کاکا زامن په کوم دلیل لکونه افغانۍ معاش اخلي، چې تاسو لا هر سیریز ته د نویو سپانسرانو سوالونه کوئ؟
ایا د مارکېټېنګ د مسؤلینو دنده فقط پر فېسبوک د سپانسر اعلان دئ؟
که تاسو په رښتیا پرې زړونه خوړلي وای، نو آن د دریو کالو د لوبو به مو لا له مخکې سپانسرشیپ درلودلی.
په والله شرم دی، د راشد، مجیب، نبي رحمان الله او… غوندې سټاران وګوره او په سوال ورته د یو سیریز لپاره د سپانسر لټون؟
نا اهلو! زموږ پر ستورو د کریکټ نړۍ ښکلې ده،خو د ستاسو ناپوهۍ، جهالت او احمقتوب یې حیثیت همدا کړ، چې په فرمایشاتو یې کله د ملي لوګو پر ټټر وي، کله درته کادان د څو زرو ډالرو خوله درډکه کړي او بیا د زیمباوبې لوبو ته بل سوال کوئ؟
پر تاسو دومره سترګې پټې دي؟
ورشئ د پاکستان کریکټ لیګ (پشاور زلمي) د مارکېټېنګ له څانګې یې زده کړئ او درته شرم ودروئ چې د یو کلب لوبډلې ته یې یو څه چې په حساب ــ کتاب نهه او لس سپانسران پیدا کړي.
خو راشه زموږ د یو هېواد ملي لوبډله بیا په سوال د ژرندې چلول دي.
کریکټه د نا اهلو له لاسه برباد شوې.
لیکنه:بهار سمسور