یونس خان: محمد حفیظ د نور تقاعد واخلي | خبریال

یونس خان: محمد حفیظ د نور تقاعد واخلي

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د بیټینګ روزونکي او پخواني لوبغاړي یونس خان له اوسني کرکټر محمد حفیظ څخه غوښتنه کړې چې نور دې نوموړی له نړیوال کرکټ څخه تقاعد واخلي.

محمد حفیظ چې د سویلي افریقا خلاف شل اوریزه سکواډ کې ځای ندی ورکړل شوی،نوموړي د لوبډلې اعلان وروسته خواشیني څرګندې کړي وه.

نوموړي هغه مهال په یوه ټویټ کې لیکلي وو چې الله ج د صبر کوونکو کسانو سره دی.

یونس خان وویل،محمد حفیظ د پاکستان لپاره ډیر ویاړونه لاسته راوړي دي،که چیرې نوموړی د کرکټ څخه نور تقاعد واخلي نو دوی به ورته په ښه شان سره مراسم ونیسي.

“یقینا چې نن ورځ لوبه کې به زمونږ هغه یادیږي،محمد حفیظ د خپلې پریکړې ښه قاضي دی.یو ځل چې هغه د تقاعد پریکړه وکړي،مونږ به ورته د مخه ښې لپاره ښه تیاری ونیسو.نوموړی ددې وړ دی چې د یونس خان،انظمام الحق او مصباح په څیر ورته مراسم او په عزت سره رخصت کړل شي.په نړیوال جام کې لوبیدل یا نه لوبیدل دا نور د هغه خپله پریکړه ده.”

یونس خان د نویو ځوانو لوبغاړو حیدرعلي،دانش عزیز،محمد نواز،حسین طالت،محمد آصف او د نورو لوبغاړو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا به راتلوونکي کې د پاکستان ښه استازیتوب وکړي.

یونس خان زیاتوي د هغه موخه په ځوانو لوبغاړو کار کول دي.

محمد حفیظ هم د اصغر افغان څخه کم ندی او د تقاعد هیڅ فکر په ذهن کې نه لري.خو یونس خان هم له تجربو ډک لوبغاړی تیر شوی او د زاړو لوبغاړو په ځای زیاتره وخت په ځوانو لوبغاړي کار کوي.

د افغانستان پخوانیو لوبغاړو ته په کار ده چې په لوبډله کې د اصغر افغان،شینواري،جاوید احمدي ته نوره مشوره ورکړي چې په عزت سره د کرکټ څخه تقاعد اعلان وکړي او دوی ته به ښه مراسم هم ونیسي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ