عبدالرازق: محمد عامر باید استعفاء نه وای کړې | خبریال

عبدالرازق: محمد عامر باید استعفاء نه وای کړې

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني الروانډر او اوسني د خیبر پښتونخوا لوبډلې مشر روزونکی عبدالرازق له کرکټ پاکستان سره په ځانګړي مرکه کې ویلي دي،چې محمد عامر باید په اوسني وخت کې له ټیسټ کرکټ څخه تقاعد نه وای اعلان کړی او باید خپلو لوبو ته یې دوام ورکړی وای.

د عبدالرازق په وینا محمد عامر د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو بهترین او تجربه کاره لوبغاړی دی،دا چې نوموړي ټيسټ کرکټ څخه تقاعدي اخیستي،دا پریکړه د دواړو هم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره او هم د محمد عامر لپاره په زیان ده.

((نوموړی یو ډير استعدادي بالر دی او د وسیم اکرم وړتیا په هغه کې لا وریا ښکاري.دا به ډيره ښه شوي وای،که چیرې په دومداره توګه نوموړي خپلو لوبو ته دوام ورکړی وای.د محمد عامر تقاعدي د هغه او همداشان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ډيره په زیان تمامه شوې.))

((هغه لوبغاړي چې د ټيسټ کرکټ په ځای شل اوریز کرکټ ته ترجیع ورکوي،هيڅکله به ترې ستر لوبغاړي جوړ نشي.))

عبدالرازق د محمد عامر هاخوا د سويلي افریقا خلاف د حسن علي کارکردګي هم وستایله.

((حسن علي ټيسټ کرکټ کولو پوره لیوالتیا لري.د سويلي افریقا خلاف په ټيسټ کرکټ کې د نوموړي کارکردګي د ستایلو وړ ده او د هغه د ښې کارکردګۍ په اساس پاکستان په ټیسټ لوبه کې بریا خپله کړه.))

د یادونې وړ ده چې حسن علي د سويلي افریقا  خلاف په دوهمه ټيسټ لوبه کې چې په راولپنډۍ ښار کې ترسره شوه،د لوبې په لومړي اننګز کې پنځه ویکټې ترلاسه کړې او په دوهم اننګز کې یې هم پنځه ویکټې ترلاسه کړې،چې په مټ یې پاکستان د ډيرې مودې وروسته په سیریز کې بریا خپله کړه.

حسن علي د لوبې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل،نوموړي د ۲۰۱۷ کال د هند خلاف د لوبې وروسته د پاکستان لپاره لوبې نه وې ترسره کړې.

کله چې د لوبډلې څخه ډراپ شو،خپل محنت یې وکړ او په کورنیو لوبو کې د ښه ځلیدو وروسته یې بیرته وکولی شول چې په ملي لوبډله کې ځای خپل کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان اوسمهال د سويلي افریقا خلاف لومړی شل اوریزه لوبې لپاره چمتوالی نیسي.

ټاکل شوي چې د پاکستان او سويلي افریقا ترمنځ لومړی شل اوریزه لوبه به نن ماښام شپږ بجې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ