کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسی ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال شپږم پړاو پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې د ګډون په موخه له افغانستان څخه د پاکستان په لوري ور روان شو.
نور احمد لکڼوال پدې وروستیو کې د اسټرالیا بیګ باش سيالیو کې هم ولوبیده او نوموړی د څو لوبو ترسره کولو وروسته له ټپونو سره مخ شو او بیرته راستون شو.
نوموړی په لس اوریزه لیګ سیالیو کې هم د بنګله ټایګرز لوبډلې لخوا د نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای اخیستل شوی وو.خو د ټپونو له کبله پکې ونه لوبیده.
نور احمد لکڼوال پدې وروستیو کې د نړیوالو پام هم ځانته راجلب کړی او د پاکستان سوپر لیګ نیلامۍ پړاو کې نوموړی د کراچۍ کینکز لوبډلې لخوا واخیستل شو.
کراچۍ کینکز هغه لوبډله ده چې محمد نبي عیسی خېل هم ورسره دی،تراوسه ښکاره نده چې نوموړی به پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې ګډون وکړي او که نه!
داسې معلومات هم ورکړل شوي چې نوموړی به پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې ګډون وکړي،خو زمبابوې سره سیالیو ته په کتو داسې نه ښکاري چې نوموړی به پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوي چې پاکستان سوپر لیګ سيالۍ به د روانې فبرورۍ میاشتې په شلمه نېټه د شپږو لوبډلو ترمنځ پيل چې د مارچ تر ۲۲مې نېټې به دوام وکړي.
دا به لومړی ځل وي چې ځوان ورو توپ اچونکی قیس احمد پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې لوبیږي.
نور احمد لکڼوال پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې د ګډون خبر پخپله رسمي فسبوک پاڼه ورکړی دی.
نوموړي لیکلي: ((پاکستان سوپر لیګ ته روان شوم.))
د نور احمد لکڼوال مینه والو هم نوموړي ته د ښه ځلیدو هیلې او دعاګانې وړاندې کړي دي.
هیره دې نه وي چې لدې وړاندې پاکستان سوپر لیګ سيالۍ ځينې په اماراتو او ځينې یې پاکستان په کوربتوب ترسره شوې.
په ۲۰۰۹ کال کې په سریلانکايي لوبغاړي په لاهور کې د خونړي برید وروسته زیاتره خارجي لوبډلې پاکستان ته ورتګ زړه نه ښه کوي.خو پدې وروستیو کې پاکستان کرکټ بورډ خپلې هڅې پیل کړي ترڅو نړیوال کرکټ بیرته خپل هیواد ته راستون کړي.
پدې وروستیو کې زمبابوې،بنګله دېش،سریلانکا،افغانستان او سويلي افریقا لوبډلو هم پاکستان ته د سيالیو لپاره دورې کړي دي.