ویراټ کوهلي وایي له انګلستان به غچ اخلي | خبریال

ویراټ کوهلي وایي له انګلستان به غچ اخلي

کریکبال وېبپاڼه- په لومړی لوبه کې د انګلستان لخوا له سختې ماتي خوړولو وروسته د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر ویراټ کوهلي ژمنه کړې چې د انګلستان څخه به د تیرې لوبې غچ یا انتقام اخلي.

نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې ټاکل شوي د هند او انکلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به دویمه ټیسټ لوبه د شنبې په ورځ په چنای ښار کې ترسره شي،چې مینه وال به یې هم له نږدې ننداره کړي.

انګلستان کرکټ لوبډلې د جو روټ د غبرګې سلیزې په مټ لومړی ټیسټ لوبه کې هندوستان ته په ۲۲۷ منډو توپیر لویه ماتي ورکړه چې پدې سره یې د ای سي سي ټیسټ چمپیون شیپ سیالیو جدول کې د لوړې فیصدۍ په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

دا د هند کرکټ لوبډلې لپاره تر ټولو سخته ماتي پدې وه چې هند لوبډله تازه له اسټرالیا څخه په اتلوالۍ راستانه شوي وه او له بلې خوا ویراټ کوهلي د لومړي اولاد پیدايښت وروسته لومړی ټیسټ لوبه وه.

په لومړی ټیسټ لوبه کې که څه هم چې په کم شمیر نندراچیانو ته اجازه ورکړل شوي خو دا به د ۲۰۱۹ کال اکتوبر وروسته لومړی ځل وي چې نندارچیان لوبه له نږدې ننداره کوي.

دا چې هند ته د خارجي کسانو په ورتګ لا هم بندیز لګیدلی،تراوسه ښکاره نده چې په دویمه ټیسټ لوبه کې به انګلستاني تماشچیان شتون ولري او که یه!

جو روټ ویلي،که څه هم دوی به له خپلو ملاتړ کوونکو څخه بې برخې وي،خو پدې خوښ دی چې تماشچیان به لوبغالي کې لوبه ننداره کړي او لوبې ته به ښکلا ورکړي.

ویراټ کوهلي ژمنه وکړه چې انګلستان سره به سخته لوبه کوي،خو کوهلي لا هم تر فشار لاندې دی.

دده په کپتانۍ کې هند څلور ټیسټ لوبې بایلودې چې دوه یې د نیوزیلینډ خلاف وې.

ویراټ کوهلي په شتون کې هند لوبډله لومړی ټیسټ لوبه کې په ۳۶ منډو اوټ شوه او لوبه یې هم بایلوده.خو کوهلي د اولاد د پیدایښت له کبله بیرته خپل هیواد ته ستون شو او لوبډله د رهاني په مشرۍ کې بیرته خپل فوم ته را وګرځیده او له اسټرالیا یې د ټیسټ لوبو لړۍ وګټله.

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ګواسکر بیا ویلي،لوبډله کې بدلون ته اړتیا نشته او ډیر بدلونونه هم د لوبډلې په زیان وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ