د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د سیالیو ځنډیدو امکان! | خبریال

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د سیالیو ځنډیدو امکان!

کریکبال وېبپاڼه- د زمبابوې او پاکستان ښځینه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ نیمایي کې پای ته ورسیدې او پاکستان ښځینه کرکټ ملي لوبډلې به بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

د پاکستان او زمبابوې ښځینه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ له هغې وروسته سیالۍ نیمايي کې لغوه شوې چې اماراتو هوایي شرکت اعلان وکړ چې دوی د فبرورۍ له ۱۳مې څخه د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې پورې د یادو ملکونو سره هوایي پروازونه تمدیدوي.

د پاکستان او ښځینه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړی پنځوس اوریزه لوبه د سې شنبې په ورځ ترسره شوي وه چې پاکستان ګټلي وه.

ټاکل شوي وه چې دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ په هرارې لوبغالي کې ترسره شوي وای او ورپسې به بیا د فبرورۍ تر شلمې نېټې پورې شل اوریزې لوبې ترسره شوي وای،خو د اماراتو هوایي شرکت ددغه اعلان سره د زمبابوې او پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ نیمایي کې پای ته ورسیدې.

د اماراتو هوایي شرکت لخوا سفرونو د ځنډولو اعلان سره اوس ویره موجوده ده چې زمبابوې کرکټ نارینه لوبډله چې په مارچ میاشت کې له افغانستان سره سیالۍ لري،شاید پخپل وخت له افغانستان سره لوبې ترسره نشي کړلی.

ټاکل شوي وه چې زمبابوې کرکټ ملي لوبډله به د روانې فبرورۍ میاشتې په نوولسمه نېټه اماراتو په لوري روانه شوي وای،خو اوس داسې نه ښکاري چې یاده لوبډله به پخپل وخت د افغانستان سیالیو ته ځان را وراسوي.

دا چې د اماراتو هوایي شرکت د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې پورې خپل پراوزونه وتړل.زمبابوې لوبډله به یوازې افشن ولري چې هغه د اتوپیا هوایي شرکت دی او دوی د هغه له لارې کولی شي چې پراوزونه وکړي خو لا هم دقیق شوی ندی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ