سویلي افریقا هم د ۲۰۲۱ کال سیالیو مهال ویش اعلان کړ | خبریال

سویلي افریقا هم د ۲۰۲۱ کال سیالیو مهال ویش اعلان کړ

کریکبال وېبپاڼه- د هند وروسته سویلي افریقا کرکټ بورډ هم د ۲۰۲۱ کال پر مهال د ترسره کیدوونکو سیالیو سکیجول یا مهال ویش اعلان کړ.

سویلي افریقا کرکټ بورډ لخوا په اعلان شوي مهال ویش کې د افغانستان سره د کومو سیالیو څرک پکې نه ښکاري،خو د افغانستان څخه کمزورې او د ټېټې درجې هالینډ لوبډلې سره پکې سیالۍ لري.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ لخوا په اعلان شوي مهال ویش کې د اسټرالیا سیالۍ حذف شوي او یاده لوبډله به د ۲۰۲۱ کال پر مهال د بیلا بیلو لوبډلو سره ۱۲ یو ورځنۍ او د (۱۲- ۱۵) پورې به شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

باید یادونه وکړم چې د سویلي افریقا لخوا اعلان شوي مهال ویش کې د سریلانکا او پاکستان سیالیو یادونه شوي وه.هغه اوس په تیریدو دي.

د سویلي افریقې لوبډلې هغه سیالۍ په لاندې ډول دي چې له پاکستان سیالیو وروسته به یې ولري.

۱. سویلي افریقا- انګلستان (مارچ)

ټاکل شوي چې سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډله به پخپل کوربتوب له انګلستان سره درې پنځوس اوریزې او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

پنځوس اوریزې سیالۍ د ورلډ کپ سوپر لیګ پړاو برخه دي.دا سیالۍ په پام کې وې چې د ۲۰۲۰ کال دسمبر میاشت کې به ترسره شوي وای،خو د کرونا ویروس له کبله وځنډیدې او اوس به دغه سیالۍ ترسره شي.

۲.افریقا- ایرلینډ (جون)

دا به د ۲۰۰۷ کال راهیسې د سویلي افریقا لومړی ځل وي چې ایرلینډ هیواد ته سفر کوي.دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ دوه اړخیز سیریز په ۲۰۰۷ کال کې ترسره شوی وو.وروستۍ یوازینۍ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ په ۲۰۱۶ کال کې ترسره شوي وه.

سویلي افریقا لوبډله به پدې سفر کې له ایرلینډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

۳.افریقا – هالینډ (سپټمبر)

دا به د هالینډ لپاره لومړی ځل وي چې سویلي افریقا هیواد ته د درې یو ورځنیو لوبو د ترسره کولو په موخه ځي.دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ یوازینۍ پنځوس اوریزه لوبه په ۲۰۱۳ کال کې ترسره شوي وه،چې افریقا لوبډلې په ۸۳ منډو ګټلي وه.

۴.هند – افریقا (اکتوبر)

سویلي افریقا لوبډله به اکتوبر میاشت کې هند ته دوره وکړي او نړیوال جام ته تیاري په موخه له یاد هیواد درې شل اوریزې او همداشان درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي.

هند په شل اوریزو لوبو کې پر سویلي افریقا برلاسی دی او دواړو لوبډلو ترمنځ ۱۵ شل اوریزو لوبو کې (۹) هند او (۶) سویلي افریقا ګټلي دي.

یو ورځنیو لوبو کې بیا سویلي افریقا پر هند برلاسي ده او دواړو لوبډلو ترمنځ په ترسره کړل شوو (۸۴) لوبو کې (۴۶) سویلي افریقا ترې ګټلي دي.

۵. نړیوال شل اوریز جام

سویلي افریقا یو له هغو نهو لوبډلو څخه ده چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام ته یې په مستقیما توګه لار موندلي ده.سویلي افریقا لوبډلې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال نړیوالو جامونو کې منځ لوبو ته لار موندلي ده.په تیر ۲۰۱۶ کال نړیوال جام کې دوی سوپر لیګ پړاو کې ناک اوټ شوي وو.

۶. هندوستان – سویلي افریقا (دسمبر)

هندوستان لوبډله به د کال په اخر کې سویلي افریقا ته سفر ور وکړي او دواړو لوبډلو ترمنځ به درې ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ