ای پي ایل نیلامۍ ته ۷ افغان لوبغاړي شارټ لیست شول | خبریال

ای پي ایل نیلامۍ ته ۷ افغان لوبغاړي شارټ لیست شول

کریکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو نیلامۍ پړاو ته د اصغر افغان په شمول له افغانستان څخه دیرشو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړي وه چې یوازې اوه افغان لوبغاړي ترې غوره او شارټ لیست شول او دوی به نیلامۍ ته هم وړاندې شي.

په شارټ لیست شوو افغان لوبغاړو کې قیس احمد،مجیب الرحمان،نور احمد لکڼوال،فضل حق فاروقي،کریم جنت،رحمن الله ګربز او نوین الحق شامل دي.

مجیب الرحمان به په (یو نیم کروړ) هندۍ کلدارې بولۍ یا نیلامۍ ته وړاندې شي.

قیس احمد،نوین الحق،کریم جنت او رحمن الله ګربز هر یو به (۵۰) لکه هندۍ کلدارې نیلامۍ ته وړاندې شي.

فضل حق فاروقي به په (۴۰) لکه هندۍ کلدارې او نور احمد لکڼوال به بیا په (۲۰) لکه هندۍ کلدارې نیلامۍ ته وړاندې شي.

د ۲۰۲۱ کال نیلامۍ پړاو لپاره له ۱۱۰۰ ډیرو خارجي او داخلي لوبغاړو نوم لیکنه کړي وه چې یوازې ۲۹۲ لوبغاړي ترې شارټ لیست شول او دوی به نیلامۍ ته وړاندې شي.

په شارټ لیست شوو یا نهایي شوو لوبغاړو لیست کې (۱۶۴) هندي، (۱۲۵) خارجي او (۳) له دوهمې درجې هیوادونو څخه دي.

د ای پي ایل نیلامۍ لپاره تر ټولو زیاته کیټګوري (۲) کروړه ده او پدې کیټګوری کې ټول (۱۰) لوبغاړي شامل دي چې دوه هندي او اته یې خارجي دي.

په هندي لوبغاړو کې هربجن سینګ او کیدر جادو شامل دي.

خارجي لوبغاړو کې ګلین مکسویل،سټیو سمېت،شکیب الحسن،موین علي،سام بیلینګس،لیام پلنکټ،جسن روی او مارک ووډ شامل دي.

په یو نیم کروړ لیست کې د مجیب په ګډون (۱۲) لوبغاړي شامل دي او ټول خارجي دي.

په (۱) کروړ لیست کې (۱۱) لوبغاړي شامل دي چې (۲) هندي او نور یې خارجي دي.

همداشان په (۷۵) لکه هندۍ کلدارو کیټګوری کې ټول پنځلس لوبغاړي شامل دي او (۵۰) لکه کیټګوری لیست ټول ۶۵ لوبغاړي شامل دي.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامۍ پړاو به د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه یا راتلوونکي بلې پنجشنبې په ورځ د هند په چنای ښار کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ