کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ د تیرې شپې په لومړی شل اوریزه لوبه کې پاکستان د درې منډو په توپیر سویلي افریقا لوبډله له ماتي سره مخ کړه.
سويلي افریقا لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه غوره کړه او پاکستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې ۱۶۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان له لوري توپ وهنه کې محمد رضوان زبردسته لوبه وکړه او نوموړي په ۶۴ توپونو (۱۰۴) ناسوځیدلي منډې وکړې.
د نوموړي توپ وهنه کې اوه شپږیزې او شپږ بونډرې شاملې وې.
ددې ترڅنګ حیدرعلي (۲۱)،طالت (۱۵)،خوشدل (۱۲) منډې جوړې کړې.
د سويلي افریقا له لوري توپ اچونه کې پهلیکو (۲)،فورټین،سپمله او شمسي (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.
ټاکل شوي هدف په مقابل کې سویلي افریقا لوبډلې ښه لوبه وکړه او یادې لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې او سیالي یې په ډیر کم توپیر په ۳ منډو بایلوده.
د سویلي افریقا له لوري توپ وهنه کې جانیمن(۴۴)،رضا هنډریکس (۵۴)،پېټریس (۱۵)،فوټین (۱۷) زیاتې منډې جوړې کړې.
د پاکستان له لوري توپ اچونه کې حارث رؤف او عثمان قادر (۲-۲) او فهیم اشرف یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د سیالۍ غوره لوبغاړی محمد رضوان ونومول شو.
ټاکل شوي د پاکستان او سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو سیریز دوهمه سیالي به سبا د شنبې په ورځ ترسره شي.