نور احمد لکڼوال کراچۍ ته ورسید | خبریال

نور احمد لکڼوال کراچۍ ته ورسید

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې ځوان کیڼ لاسی ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال تیره ورځ پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د ګډون په موخه له کابل هوایي ډګر څخه د کراچۍ په لوري وخوځیده او نوموړی تیره شپه ناوخته کراچۍ ته رسیدلی او د لوبډلې لخوا ورته تود هرکلی ویل شوی.

د لکڼوال ترڅنګ د یادې لوبډلې سویلي افریقایی روزونکی هرشلي ګېبز،همداشان کولین انګرام او چټویګ هم کراچۍ ته رسیدلي دي.

د کراچۍ کینکز لوبډلې څانګې لخوا ټولو لوبغاړو ته ښه راغلاست ویل شوی.

کراچۍ کینکز لوبډلې د یادو لوبغاړو انځورونه هم پخپله پاڼه ښکاري کړي او هغوی ته یې تود هرکلی وړاندې کړی دی.

دوی پخپله پاڼه لیکلي:(( د خارجي لوبغاړو راتګ او د کینکز فامیلۍ سره یو ځای کیدل پیل شوي.))

پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالۍ دا ځلې ټولې پاکستان کې دننه کیږي چې مینه وال به یې له نږدې ننداره کړي.

نور احمد او محمد نبي عیسی خېل دواړه یو ځای کراچۍ کینکز لوبډله کې شامل دي،خو د نبي درک تراوسه ندی لګیدلی.

داسې معلومات هم ورکړل شوي چې محمد نبي عیسی خېل به هم ډیر ژر د کراچۍ کینکز لوبډلې سره یو ځای شي.تراوسه پخپله نبي عیسی خېل پدې اړه کوم خبر ندی ورکړئ.

افغانستان راتلوونکي میاشت په ابوظبي کې له ویسټ انډیز سره د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو سیریز لري.تراوسه ښکاره نده چې پاکستان سوپر لیګ کې به پاتي لوبغاړي ګډون ولري او که یه!

خو دا چې د زمبابوې او ښځینه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ نیمایي کې لغوه شوې.احتمال دا دی چې زمبابوې نارینه کرکټ ملي لوبډله به هم د هوایي محدویتونو له کبله پخپل وخت اماراتو ته ونه رسیږي.

تیره ورځ اماراتو هوایي شرکت اعلان وکړ چې دوی به د فبرورۍ له ۱۳مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې پورې له افریقايي هیوادونو سره پراوزونه تمدید کړي چې ورسره د پاکستان او زمبابوې ښځینه کرکټ لوبډلو ترمنځ د شپږو لوبو سیریز هم نیمایي کې پاتي شو.

دواړو لوبډلو ترمنځ یوه لوبه ترسره شوه چې پاکستان ښځینه لوبډلې وګټله او یاده لوبډله به بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

ټاکل شوي وه چې زمبابوې کرکټ ملي لوبډله به د افغانستان سیریز لپاره د فبرورۍ په نوولسمه نېټه را روانه شوي وای،خو د هوایي پراوزونو د تړل کیدو سره شاید لوبډله په ټاکلي موده را ونه رسیږي.

زمبابوې لوبډلې ته یوه لار پاتي ده،که چیرې دوی غواړي چې اماراتو ته راشي کولای شي چې د ایتوپیا هوایي شرکت له لارې ځانونه را ورسوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ