د افغانستان او زمبابوې سیالیو نېټې اعلان شوې | خبریال

د افغانستان او زمبابوې سیالیو نېټې اعلان شوې

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو سیالیو نېټې او ځای تعین شو.

د کریکبز نړیوالې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ به لومړی دوه ټیسټ او ورپسې به درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

د کریکبز د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به لومړی ټیسټ لوبه د مارچ په ۲مه نېټه په ابوظبي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

دوهمه ټیسټ سیالي به د مارچ په لسمه نېټې ترسره شي.

د ټیسټ سیالیو وروسته به د درې شل اوریزو لوبو سیریز پیل شي،چې لومړی سیالي به د مارچ په ۱۷مه،دوهمه سیالي به د مارچ په ۱۹مه او دریمه سیالي به د مارچ په شلمه نېټه ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو منیجر حکمت حسن له کریکبز سره په خبرو کې ویلي،دوی به هڅه وکړي چې د یادو سیالیو لپاره په وخت سره د اماراتو ویزې ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا دوی چې کومې ویزې پخوا د افغان لوبغاړو لپاره ترلاسه کړي وې،هغه یو میاشتنۍ ویزې وې چې اوس یې موده پای ته رسیږي.

نوموړي وویل:” مونږ به د زمبابوې خلاف سیالۍ د عمان په ځای ابوظبي کې ترسره کړو.”

“مونږ غواړو چې د ویزو موده وغځوو،هیله مند یم چې مونږ به یې یوه اونۍ کې ترلاسه کړو.مونږ اوسمهال یوه میاشتنۍ ویزې لرو او دا په ختمیدو دي،له همدې کبله مونږ هڅه کوو چې نورې ویزې ترلاسه کړو.مونږ سره ابوظبي کرکټ او همداشان افغان قونسلګری ژمنه کړې چې مونږ ته به ویزې ترلاسه کوي.”

که چیرې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دغه سیالۍ پخپل وخت ترسره شي،دا به له پنځلس میاشتې ځنډ وروسته لومړی ځل وي چې افغانستان ټیسټ کرکټ لوبې پیلوي.

افغانستان وروستۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۹ کال کې د ویسټ انډیز سره وه.

افغانستان کرکټ بورډ لا هم د زمبابوې سیریز لپاره کوم پلان په مخکې نه لري او تراوسه د سپانسر په پیدا کولو کې په بشپړه توګه ناکامه راغلی.

ویل کیږي چې د افغانستان کرکټ بورډ په چارواکو باندې اوس سپانسرانو هم خپل اعتماد له لاسه ورکړی او دوی سره سپانسرۍ ته زړه نه ښه کوي.

که چیرې هم کوم سپانسر پیدا شي او هغه یوازې د یو موقت وخت پورې له دوی سره تړون کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ