شپږ هندي لوبغاړي (یو،یو) ټیسټ کې ناکام شوي | خبریال

شپږ هندي لوبغاړي (یو،یو) ټیسټ کې ناکام شوي

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ بورډ لخوا خپلو لوبغاړو ته د (Yo- Yo) ټیسټ په لاره اچول شوی وو چې شپږ لوبغاړي پکې ناکام شوي دي.

دا ځلې د نړۍ تر ټولو مالداره هند کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو لپاره نوی ټیسټ چې دوه کیلو متره منډه په ځانګړي وخت کې تعین شوي وه،ځینې مشهور لوبغاړي پکې پاتي راغلي دي.

ناکام شوو لوبغاړو کې سنجو سمسون،ایشان کېشن،راهول تیواتیا،نېتش رانا،سدرت کؤول،جېدو انډکټ شامل دي.

د هند کرکټ بورډ په وینا کوم لوبغاړي چې لومړي ټیسټ کې ناکام شي،دوهم چانس هم لري او که چیرې په هغې کې بیا هم ناکام شي،یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې نشي انتخابیدلی.

هند کرکټ بورډ تیره اونۍ د (یو،یو) ټیسټ لپاره نوي مراحل اعلان کړل چې له مخې به یې لدې وروسته بې له یو،یو ټیسټ څخه پرته هیڅ لوبغاړی ملي لوبډله کې ځای خپل نه کړي.

د بورډ په وینا که د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر ویراټ کوهلی هم په یو،یو ټیسټ کې ناکام شي،هغه ته به هم په لوبډله کې ځای ورنکړي.

د بي سي سي ای یا د هند کرکټ بورډ لخوا د فېټنیس دغه نويو قوانیو له مخې ویکټ ساتوونکی،ورو توپ اچونکی باید (۲) کیلو متره واټن په ۸ دقیقو او ۳۰ ثانیو کې ووهې.

همداشان چټک توپ اچونکي باید ټاکلی واټن یا فاصله په ۸ دقیقو او ۱۵ ثانیو کې کراز کړي،که چیرې دوی په ټاکلي موده کې دغه منډه پوره نکړي،د لوبډلې څخه به ډراپ کیږي.

هند کرکټ بورډ دغه نوی ټیسټ له شلو لوبغاړو څخه واخیست چې په مټ به یې بریالي لوبغاړي د انګلستان خلاف د پنځو شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو سیالیو لپاره په لوبډله کې انتخاب شي.

د هند کرکټ بورډ په وینا په لومړی مراحله کې ناکام شوي لوبغاړي دوهم چانس هم لري،که بیا هم پکې ناکام شول،دوی نشي کولای چې لوبډله کې یې واخلي.

د هند کرکټ بورډ لخوا د (یو،یو) ټیسټ ددغه نویو قوانیو څخه د لوبډلې مشر روزونکي راوي شستري او همداشان د لوبډلې مشر ویراټ کوهلي هم ملاتړ کړئ دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ