لیسسټر شآیر لوبډلې نوین الحق سره تړون وکړ | خبریال

لیسسټر شآیر لوبډلې نوین الحق سره تړون وکړ

کریکبال وېبپاڼه- انګلستان کوانټي سیالیو لیسسټرشآیر لوبډلې راتلوونکي پړاو وېټالیټي بلاسټ سیالیو کې ځوان افغان لوبغاړي نوین الحق سره تړون کړئ دی او نوموړی به د یادې لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

یادې لوبډلې ویلي،نوین الحق یو بهترین توپ اچوونکی دی او نوموړی د فشار ډک حالت کې ډیره ښه توپ اچونه ترسره کوي.

لیسسټرشآیر لوبډلې په وینا چې نوین الحق په کرابین پریمیر لیګ سیالیو کې د ګیانا آمازون وریئرز لوبډلې لپاره،همداشان د ایرلینډ خلاف وروستي سیریز کې او ددې ترڅنګ په لس اوریزه لیګ سیالیو کې د پام وړ سیالۍ ترسره کړي دي.

د دوی په وینا خوښ دي چې یوه استعدادي او ځوان لوبغاړي سره یې یې د لوبیدو تړون وکړ.

لیسسټر شآیر لوبډلې روزونکي پال نیکسن وویل،نوین الحق د شل اوریزو لوبو یو چلاک بالر دی او نوموړی هر وخت پخپلو ورو او چټکو توپونو سره بېټسمینان دوکه کوي.

“نوین الحق د نړۍ شل اوریزو لیګونو کې یو بهترین او قوي بالر دی.د نوموړي چینج اف فېس ورسره چټک بالینګ او ږ بې ساری اکشن په لرلو سره د مخالفو بېټسمینانو لپاره د هغه لوبول ستونزمن وي.”

“له بلې خوا دغه ځوان د لوبې فشار ډک حالت کې هم ډیره ښه توپ اچونه کوي،زمونږ ځوان لوبغاړي به له هغه ډیر څه زده کړي.”

پخپله نوین الحق هم د یادې لوبډلې سره په تړون خوښي ښودلي ده.

هغه وویل:”خوښ یم چې ټونټي بلاسټ سیالیو کې د لیسسټر شآیر لوبډلې سره تړون کوم.زما همیشه هدف او موخه دا وه چې انګلستان په کوانټی سیالیو کې لوبې وکړم.”

“ما ددغه لوبډلې په اړه لدې وړاندې ډیر څه اوریدلي دي.دا به زما لپاره د خوښۍ ځای وي چې پال نېکسن او د هغه استعدادي ډلې سره یو ځای کیږم.پدې هیله یم چې لوبډلې ته اتلوالي ور په برخه کړم.”

د یادونې وړ ده چې دا به له محمد نبي وروستت دوهم افغان لوبغاړی وي چې لیسسټر شآیر لوبډلې سره تړون کوي.محمد نبي لدې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې د یادې لوبډلې سره د لوبیدو تړون کړی وو.

نوین الحق د ایرلینډ خلاف وروستي سیریز کې هم ښې لوبې ترسره کړي وې چې لس ویکټې یې پکې اخیستي وې.

نوموړی د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو د نیلامۍ لپاره هم د شپږو نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای شارټ لیست شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو نیلامۍ پړاو به راتلوونکي پنجشنبې په ورځ چنای ښار کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ