ار سي بي تراوسه ولې اتلوالي نده ګټلې؟ | خبریال

ار سي بي تراوسه ولې اتلوالي نده ګټلې؟

کریکبال وېبپاڼه- دا چې تراوسه ار سي بي یا رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې د ای پي ایل سيالیو اتلوالي نده ګټلې په اړه یې د بنګال لوبغاړی منوج تېواري ځينو علتونو ته اشا ره کړي ده.

ډير داسې علتونه شته دي چې د ویراټ کوهلي تر مشرۍ لاندې تراوسه ار سي بي لوبډلې اتلوالي نده ګټلې.

«یو علت دا دی چې ویراټ کوهلي د هند کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی او بهترین کپتان دی،خو ار سي بي لوبډلې لپاره د کپتانۍ په برخه کې بشپړه توګه ناکام دی.بل علت یې دا دی چې دوی ته له ډيویلیرز پرته خارجي لوبغاړي په ښو لوبو کې ورته پاتي راغلي دي.ددې لپاره چې سيالۍ وګټې،ددې لپاره ښه کمبینشین ته اړتیاد ده.»

ویراټ کوهلي په ۲۰۱۳ کال کې د نیوزیلینډي ډنیال ويټوري په ځای د رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې مشر وټاکل شو،خو د نوموړي په مشرۍ کې تراوسه بنګلور لوبډلې کومه اتلوالي نده ګټلې.

منوج تېواري وایي بنګلور لوبډله باید ډيویلیرز د یوه ویکټ ساتونکي په توګه لوبه کې ولوبوي.

«ترڅو چې اې بي ډيویلیرز درسره وي،تاسو نشی کولای چې بل خارجی لوبغاړی له ځان سره وساتی.مونږ ونه لیده چې اې بي ډيویلیرز په لومړیو شپږو لوبو کې لوبول شوی وي.خو په وروستیو کې دوی له هغه کار واخیسته.»

منوج تېواري همداشان د جوش پېلېپ د نه ځلیدو په اړه هم خواشیني وښوده.

«جوش پېليپ په تیر لومړي پړاو سيزن کې ښه ونه ځلیده.دوی هغه په اوپنینګ ولوبوه چې ښه بیټينګ به ترسره کړي،خو بدبختانه چې نوموړي ونشو کولای چې ښه بیټينګ ورته وکړي.کله چې ستاسو یو خارجي لوبغاړی په لوبو کې درته پاتي راشي،ستاسو لوبډله حتما له ماتو او ستونزو سره مخ کیږي.کریس موریس د ټورنمینټ په نیمایي کې له ټپونو سره مخ شو او لوبډله د ستونزو سره مخ شوه.»

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ