موین علي لومړی سپنر شو چې کوهلي په صفر سوځوي | خبریال

موین علي لومړی سپنر شو چې کوهلي په صفر سوځوي

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی موین علي لومړی ورو توپ اچونکی شو چې ویراټ کوهلي په ټيسټ کرکټ کې په صفر سره سوځوي.

نوموړي ویراټ کوهلي په دوهمه ټيسټ لوبه کې چې د هند په چېډامبارام کرکټ لوبغالي کې روانه ده،په لومړي توپ سره ویراټ کوهلي له مخې پورته کړ او لومړی سپنر شو چې دغه کارنامه ترلاسه کوي.

دا د ویراټ کوهلي لپاره یوولسم ځل شو چې په ټیسټ کرکټ کې په صفر سره اوټ کیږي.

لدې وړاندې په ټيسټ کرکټ کې ویراټ کوهلی د جېمز اندرسن،سټيوارټ براډ،پاټ کمېنز،بین هېلفنهاز،مېچل سټارک،سورنګا لکمل،ابو جیاد،لیام پلنکټ،راوي رمپل او کېماروچ لخوا په صفر اوټ شوی دی.

هند کرکټ لوبډلې که څه هم شبمن ګېل،کوهلي او پوجارا ژر له لاسه ورکړل،خو روهیت شرما د نیمه سلیزې په جوړولو سره د هند لوبډلې بیټينګ راتکیه کړ.

هند کرکټ لوبډله اوسمهال ۱۲۱ منډې لري درې لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

روهیت شرما په ۸۳ او ورسره اجینکیا رهاني په ۱۷ منډو لوبه روانه کړې.

هند کرکټ لوبډله د انګلستان خلاف په دوهمه ټيسټ لوبه کې د لوبه ټاس ګټلی او لومړی یې توپ وهنه پیل کړي ده.

د ننۍ لوبې لپاره د هند کرکټ په ملي لوبډله کې درې بدلونونه رامنځ ته شوي،اکسر پټېل،کولديپ یادف،محمد سراج لوبډلې ته راستانه شوي،خو واشنګټن سنډر،شهباز ندیم او جسپرټ بومرا کینول شوي دي.

له بلې خوا بیا انګلستان پخپله لوبډله کې څلور بدلونونه راوړي،چې موین علي،سټيوارټ براډ،اولي سټون او بین فوکس ته یې په لوبډله کې ځای ورکړی دی.

ډومنیک بیس،جوفرا ارچر،جمېز اندرسن او جوس باټلر کینول شوي دي.

انګلستان لا وړاندې څخه په روانو څلورو ټيسټ لوبو سیریز کې یو په صفر مخکیوالی ترلاسه کړی دی.

که چيرې هند لوبډله غواړي چې د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبې ته لار ومومي،دوی باید انګلستان ته (۱-۲) سره ماتي ورکړي.

د یادو سيالیو پایلوبې ته نیوزیلینډ لا وړاندې لار موندلي ده.

ټاکل شوي چې د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبه به د روان کال په جون میاشت کې د انګلستان په لارډز کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

نیوزیلینډ وروسته له هغې د ای سي سي ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبې ته لار ومونده،چې اسټرالیا لوبډلې سويلي افریقا هیواد ته د کرونا له ویرې د سيالیو انکار وکړ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ