نفیس او عبدالرازق بنګله دېش بورډ سره یو ځای شول | خبریال

نفیس او عبدالرازق بنګله دېش بورډ سره یو ځای شول

کریکبال وېبپاڼه- د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان شهریار نفیس او کیڼ لاسی تجربه کاره ورو توپ اچونکي عبدالرازق له هر قسم کرکټ څخه استعفاء اعلان کړه او دواړه لوبغاړي اداري برخه کې له بنګله دېش کرکټ بورډ سره یو ځای شول.

عبدالرازق به د سلیکشن کمیټې سره د دریم کس په حیث خپله دنده روانه کړي او شهریار نفیس بیا د بنګله دېش کرکټ بورډ مرستیال منیجر په حیث په دنده ټامل شوی دی.

کرکټرز وېلفر اسوسیسشن لخوا دواړو لوبغاړو ته له کرکټ څخه د استعفاء په شیرې بنګاله کرکټ لوبغالي کې د حاتمې مراسم هم په لاره اچول شوي وو.

عبدالرازق چې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې ۱۳ ټیسټ، ۱۵۳ یو ورځنس او ۳۴ شل اوریزې لوبې ترسره کړي وې،له خپلو روزونکو مننه وکړه چې پر هغه یې اعتماد کړی وو.

“دا طبیعي او معمولي خبره ده چې یو څوک به راځي او زما ځای به نیسي.دا ځکه چې هر څه حاتمه مومي.زه د خپل د کوچنیوالي د وخت روزونکو سرور عمران او نظم العبدین څخه ډیره مننه کوم.زه به تقریبا ۱۳ کلن ووم چې له هغوی سره مخ شوی یم او دوی زما د ژوند په بدلولو کې ډیره مرسته را سره کړي ده.”

” د تیرې ورځې راهیسې داسې بل غوندې فکر کوم.تیره ورځ کرکټر ووم او نن بیا کیسه فرق لري.”

عبدالرازق یوازینی بنګالی کرکټر دی چې په ډومسټیک یا کورني کرکټ سیالیو کې یې تر ۶۰۰ پورې ویکټې اخیستي دي.

نوموړي همداشان د بنګله دېش نشنل کرکټ لیګ او همداشان بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو کې زیاتې ویکټې اخیستوونکی بالر پاتي شوی دی.

نفیس بیا د بنګله دېش لپاره یوه شل اوریزه، ۲۴ ټیسټ او ۷۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ