نور احمد وروسته مجیب هم پي سي ایل ته روان شو | خبریال

نور احمد وروسته مجیب هم پي سي ایل ته روان شو

له کریکبال وېبپاڼه- پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته د خارجي لوبغاړو ورتګ دوام لري،د نور احمد لکڼوال وروسته مجیب الرحمان هم پي ایس ایل سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته روان شو.

پاکستان ته د روانیدو خبر مجیب الرحمان پخپله ټولنیزه رسنۍ ورکړی دی.

مجیب الرحمان به پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د پشاور زلمي لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

یاد لیګ کې د مجیب او لکڼوال سربیره راشدخان،محمد نبي او قیس احمد هم اخیستل شوي دي.

لدې وړاندې تیره ورځ نور احمد لکڼوال هم په یاد لیګ کې د ګډون په موخه کراچۍ ښار ته رسیدلی وو او اوسمهال نوموړی په قرنطین کې شپې ورځې تیروي.

مجیب لدې وړاندې د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې لوبیده،چې وروسته د لیګ په نیمایي کې د ایرلینډ په وړاندې سیالیو ته راستون شو.

د ایرلینډ په وړاندې له سیالیو ترسره کولو وروسته یې لس اوریزه لیګ کې ګډون وکړ او اوس به نوموړی پاکستان سوپر لیګ کې ګډون وکړي.

ټاکل شوي چې پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالۍ به د راتلوونکي اوونۍ کې پیل شي.

تیر ځل د کرونا له کبله یاد لیګ بې خونده شو او سیمي فاینل او فاینل لوبې یې د کرونا له کبله له ستونزو سره مخ شوې.

افغانستان راتلوونکي میاشت زمبابوې سره سیالۍ هم لري،د قرنطین مودو ته په کتو سره تراوسه معلومه نده چې مجیب الرحمان به د زمبابوې په وړاندې ټیسټ لوبو ته راستون شي او که په ځای به یې بل لوبغاړی ولوبول شي.

افغان کرکټ بورډ تراوسه د زمبابوې په وړاندې سیالیو ته لوبډله او کوم پلان ندی اعلان کړی.په کرکټ بورډ کې د سیاسي مخالفتونو له کبله افغان کرکټ بورډ په یوه نامعلومه برخلیک روان دی.

د کرکټ مینه وال وایي،که په کرکټ بورډ کې ژور تغیرات رانشي،لوبډله به په یوه نامعلوم برخلیک روانه وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ