سویلي افریقا دویمه شل اوره لوبه له پاکستان وګټله | خبریال

سویلي افریقا دویمه شل اوره لوبه له پاکستان وګټله

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان او سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو سیریز په دویمه لوبه کې افریقا لوبډلې په شپږو ویکټو پاکستان ته ماتي ورکړه او پدې سره یې سیریز (۱-۱) برابر کړ.

د سويلي افریقا او پاکستان ترمنځ د تیرې شپې په لوبه کې پاکستان لوبډلې لومړی د بیټینګ په کولو سره د ۷ لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې ۱۴۴ منډې جوړې کړې او افریقې لوبډلې ته یې د ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان له لوري توپ وهنه کې محمد رضوان بیا هم ښه لوبه وکړه او نوموړي په ۴۱ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې.

تیره سیالۍ کې نوموړي سلیزه وهلي وه او پدې سره له برینډن مکولم وروسته دوهم لوبغاړی شوی وو چې د یوه ویکټ ساتوونکي په توګه د لوبې درې واړو پارمټونو کې سلیزې وهي.

په نورو توپ وهوونکو کې فهیم اشرف (۳۰)،افتخار احمد (۲۰) منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا له لوري توپ اچونه کې پریټریس زبردست سپېل وړاندې کړ.نوموړي د ۱۷ منډو په ورکولو سره پنځه پاکستاني لوبغاړي له مخې پورته کړل.

ټاکل شوی هدف سويلي افریقا لوبډلې د لوبې په اوولسم اور شروع کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په شپږو ویکټو یې ستره بریا خپله کړه.

د سویلي افریقا له لوري توپ وهنه کې هنډریکس او بېټ ون بجلن هر یوه (۴۲-۴۲) منډې جوړې کړې او مېلر ۲۵ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري شاهین شاه افریدي (۲) او نورو یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې دواړو لوبډلو ترمنځ به دریمه او وروستۍ لوبه نن ماښام ترسره شي.

لدې وړاندې لومړی لوبه کې پاکستان بریا خپله کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ