ای پي ایل:افریقايي لوبغاړو احتمالي نشتون لوبډلې اندیښمنې کړي | خبریال

ای پي ایل:افریقايي لوبغاړو احتمالي نشتون لوبډلې اندیښمنې کړي

کریکبال وېبپاڼه- د معلوماتو له مخې د هند پریمیر لیګ ډهلي کېپټلز لوبډلې ای پي ایل سیالیو کې د سویلي افریقایي لوبغاړو د احتمالي نشون په اړه له هند کرکټ بورډ څخه د واضحات غوښتنه کړي ده.

د سویلی افریقا او پاکستان ترمنځ په اپریل میاشت کې د ناڅاپي سیالیو برابریدلو سره ډهلي کېپټلز لوبډله اړه شوه چې له هند کرکټ بورډ څخه د سویلي افریقایي لوبغاړو د ګډون یا نه ګډون په اړه د واضحات غوښتنه وکړي.

ډهلي کېپټلز لوبډله کې دوه پیاوړي سویلي افریقايي چټک توپ اچوونکي کاګیسو رباډا او انریچ نوج شتون لري او د یادو لوبغاړو په مټ ډهلي لوبډلې په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو کې زیاتره لوبې ګټلي وې.

رباډا (۳۰) او نوج بیا (۲۲) ویکټې د یادې لوبډلې لپاره ترلاسه کړي وې.

د کریکبز د معلوماتو له مخې د ډهلي هاخوا نورو ای پي ایل لوبډلو هم ورته ستونزې له بي سي سي ای سره شریکې کړي دي.

د ډهلي پرته له چنای سوپر کینکز لوبډلې سره هم دوه مهم لوبغاړي لونکي نېدی او فاف ډوپلیسي شتون لري.

که څه هم سویلی افریقا کرکټ بورډ تراوسه په ای پي ایل سیالیو کې د سویلي افریقایي لوبغاړو د ګډون یا نه ګډون په اړه څه ندي ویلي.

خو د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ د سیالیو اعلان سره،داسې نه ښکاري چې سویلي افریقایي لوبغاړي به د ای پي ایل په څو لوبو کې ګډون وکړي.

ویل کیږي چې ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالۍ به د اپریل په لسمه نېټه پیل شي،دا هغه میاشت ده چې پاکستان به سویلي افریقا هیواد ته دوره وکړي او له یاد هیواد سره به درې یو ورځنۍ او څلور شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

یادې سیالۍ به د اپریل له دویمې پیل او د اپریل تر ۱۶مې به دوام وکړي.

ټاکل شوي د هند سترو سوداګریزو سیالیو لپاره به د لوبغاړو نیلامۍ پړاو د راتلوونکي پنجشنبې په ورځ چنای ښار کې ترسره شي.

د یادو سیالیو لپاره اوه افغان لوبغاړي،قیس احمد،نوین الحق،کریم جنت،نور احمد لکڼوال،رحمن الله ګربز، مجیب الرحمان او فضل حق فاروقي شارټ لیست شوي.

مجیب په یو نیم کروړ هندس کلدارې بولۍ ته وړاندې کیږي.

نور احمد په (۲۰) لکه،فضل حق په (۴۰) لکه او نور څلور لوبغاړي په (۵۰) لکه هندۍ کلدارو بولۍ ته وړاندې کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ