سريلانکا نوي مهال ویش کې افغانستان لوبو ته ځای ورکړی | خبریال

سريلانکا نوي مهال ویش کې افغانستان لوبو ته ځای ورکړی

کریکبال وېبپاڼه- د نورو لوبډلو په څير سریلانکا کرکټ بورډ هم د ۲۰۲۱ کال پر مهال د خارجي لوبډلو سره د لوبو سکیجول یا مهال ویش خپور کړ،سریلانکا لوبډله له نوره جلا ده او دوی د افغانستان سره لوبو ته هم په سکیجول کې ځای ورکړی دی.

۱:- سریلانکا ـ ویسټ انډيز (مارچ)

سریلانکا کرکټ ملي لوبډله به په مارچ میاشت کې د ویسټ انډيز په لوري وځوځیږي او هلته به د کوربه هیواد سره درې ټيسټ،درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.یو ورځنۍ لوبې د ای سي سي ورلډ کپ سوپر لیګ برخه دي.

۲:- سریلانکا – بنګله دېش (مۍ)

سریلانکا کرکټ ملي لوبډله به د ویسټ انډيز له دورې وروسته بنګله دېش ته سفر وکړې او له کوربه هیواد سره به د ورلډ کپ سوپر لیګ درې پنځوس اوریزې سيالۍ ترسره کړي،ټاکل شوي وه چې دغه سيالۍ به په ۲۰۲۰ کال دسمبر میاشت کې ترسره شوي وای،خو د کرونا له کبله وځنډيدې او دا سيالۍ به یو ځل بیا ترسره شي.

۳:ـ  سریلانکا – انګلستان (جون)

په جون میاشت کې به سریلانکا کرکټ ملي لوبډله د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره انګلستان ته روان شي،یو ورځنۍ لوبې د ورلډ کپ سوپر لیګ پړاو برخه دي،خو شل اوریزې لوبې بیا نړیوال جام ته د آماده ګۍ په موخه دي.

۴: آسیا کپ (جون)

دا هغه ځنډول شوی جام دی چې تیر کال د کرونا له کبله وځنډیده،د اسیا کپ سیالیو کې افغانستان هم برخه لري او دغه جام به د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي.

۵:- افغانستان – سریلانکا (جولای-اګسټ)

ټاکل شوي چې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله به پخپل کوربتوب له افغانستان سره درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.یو ورځنۍ لوبې د ورلډ کپ سوپر لیګ پړاو برخه دي،خو شل اوریزې لوبې نړیوال جام ته د آماده ګۍ په موخه دي.

۶:- سریلانکا – بنګله دېش (دسمبر)

سریلانکا کرټ ملي لوبډله به د کال وروستۍ برخه کې بنګله دېش هیواد ته سفر وکړي او د کوربه هیواد سره به دوه ټيسټ لوبې ترسره کړي.

لدې وړاندې هند،سويلي افریقا او نورو لوبډلو هم د ۲۰۲۱ کال پر مهال د سيالیو سکیجولونه خپاره کړي وو،خو د افغانستان سره پکې لوبو ته ځای نه وو ورکړل شوی.دا لومړی ځل دی چې سریلانکا هیواد پخپل خپاره شوي مهال ویش کې افغانستان لوبو ته ځای ورکوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ