ویسټ انډیز له بنګله دېش د ټیسټ لوبو سیریز وګاټه | خبریال

ویسټ انډیز له بنګله دېش د ټیسټ لوبو سیریز وګاټه

کریکبال وېبپاڼه- د کریګ براتویټ په مشرۍ کې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټیسټ لوبه کې چې د بنګله دېش په شیري بنګله لوبغالي کې ترسره شوه،په ۱۷ منډو توپیر بنګله دېش کرکټ لوبډلې ته ماتي ورکړه او سیریز یې دوه په صفر سره وګاټه.

د ویسټ انډیز لخوا رکیم کرنوال د ۱۰۵ منډو په ورکولو سره (۴) ویکټې ترلاسه کړې.د نوموړي ښې توپ اچونې په مټ بنګله دېش لوبډله دوهمه پاڼۍ کې په ۲۱۳ منډو وسوځیده او ویسټ انډیز ستره بریا خپله کړه.

ویسټ انډیز لدې وړاندې په لومړي اننګز یا پاڼۍ کې ۴۰۹ منډې جوړې کړي وې.خو په دوهم اننګز کې په ۱۱۷ منډو اوټ شو.

بنګله دېش لدې وړاندې د مومین الحق د ښې توپ وهنې په مټ لومړي اننګز کې ۲۹۶ منډې جوړې کړي وې.

لدې وړاندې ویسټ انډیز په لومړی ټیسټ لوبه کې کوربه بنګله دېش ته په درې ویکټو ستره ماتي ورکړي وه.د ننۍ بریا سره ویسټ انډیز د دوو ټیسټ لوبو لړۍ (دوه په صفر) سره وګټله.

د ویسټ انډیز لوبډلې مشر براتویټ پخپلو خبرو کې وویل،سره ددې چې د ځینو پروتوکولونو په اساس د دوی مشهور لوبغاړي له دوی سره نه وو،خو بیا یې هم سیریز وګاټه چې د دوی لپاره د خوشحالۍ خبر دی.

که څه هم کرونایي حالت دی،خو بیا هم نړیوال لوبډلې په سیالیو بوختې دي.

یوازینی هیواد افغانستان دی چې د کرکټ بورډ د ناسمې رهبرۍ او مدیریت له کبله افغانستان تراوسه ندی توانیدلی چې د سترو لوبډلو سره سیالۍ برابرې کړي.

د کرکټ بورډ مشر له افغانستان تیښتیدلی او بورډ یې ماشومانو په واک کې ورکړئ.

که چیرې کرکټ بورډ کې همداسې بې برخلیکه ناخوالې دوام لري،افغانستان به په نړیوال کرکټ کې خپل ګټلي مقامونه له لاسه ورکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ