پاکستان لومړی ټیم شو چې (۱۰۰) شل اوریزې لوبې ګټي | خبریال

پاکستان لومړی ټیم شو چې (۱۰۰) شل اوریزې لوبې ګټي

کریکبال وېبپاڼه- پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د تیرې شپې په دریمې او وروستۍ شل اوریزه لوبه کې هم سویلي افریقا ته په څلورو ویکټو ماتي ورکړه او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې (۱-۲) سره وګټله.

پدې سره پاکستان لومړی آسیایي هیواد شو چې پخپل کورني کنډیشن کې له سویلي افریقا د شل اوریزو لوبو سیریز ګټي.

له بلې خوا سویلي افریقا لپاره لومړی ځل وو چې دوی په آسیایي کنډيشن کې د شل اوریزو لوبو سیریز بایلي.

کوربه لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی میلمه لوبډله توپ وهنې ته دعوت کړه.

دغه پریکړه د دوی په خوښه لاړه او سویلي افریقا لوبډلې په (۱۰،۵) اورونو کې ۶۵ منډې لرلې او (۷) لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.

د پاکستان لپاره زاهد محمود چې لومړی لوبه یې هم وه.درې ویکټې یې ترلاسه کړې.نوموړي څلورو اورونو کې ۴۰ منډې هم ورکړې.

د سویلي افریقا لوبډلې تجربه کاره لوبغاړی ډیویډ مېلر پداسې مهال توپ وهنې ته راښکته شو چې لوبډله یې له سختو ستونزو سره مخ وه.

خو نوموړي پر پاکستاني بالرانو د میدان هر اړخ ته شاټونه پیل کړل او د پاکستاني بالرانو یې لار ورکه کړه.

مېلر د سویلي افریقا لوبډلې هدف ۱۶۴/۸ ته ورساوه.

مېلر د (۷)شپږیزو او (۵) څلوریزو په مرسته په ۴۵ توپونو ۸۵ ارزښتناکې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې پاکستان هم ښه پیل ورکړ.په لومړی ویکټ یې تر ۵۱ منډو ملګرتیا وکړه او وروستي سویلي افریقایي بالر تبریز شمسي اوپنر حیدرعلي په (۱۵) او محمد رضوان په (۴۲) منډو له میدان بهر کړل.

شمسي خپل فوم ته دوام ورکړ او طالت یې هم په (۵) منډو پویلین ته ستون کړ.

وروسته ډیوین پرېټریوس د بابر اعظم ویکټ په ۴۴ منډو سره واخیسته.

داسې ښکاریده چې سویلي افریقا لوبډله به لوبه کې بریا خپلوي،خو د پاکستان لخوا محمد نواز (۱۸) ناسوځیدلي منډې او حسن علي لخوا (۲۰) ناسوځیدلو منډو جوړولو وروسته پاکستان ټاکلی هدف نوولسم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

هیره دې نه وي چې د سیریز غوره لوبغاړی محمد رضوان ونومول شو.

پدې بریا سره پاکستان لومړی لوبډله شوه چې (۱۰۰) شل اوریزې لوبې ګټي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ