پاکستان لومړی وزیر:پاکستان د هند لوبډلې ځای ته نشي رسیدلی | خبریال

پاکستان لومړی وزیر:پاکستان د هند لوبډلې ځای ته نشي رسیدلی

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني لومړي وزیر عمران خان د هند کرکټ لوبډلې اساسي جوړښت ستایلی دی او نوموړي ویلي پاکستان ښه لوبډله ده خو د هند ځای ته نشي رسیدلی.

نوموړي ویلي د هند کورني کرکټ جوړښت مخ په ودې روان دی او له همدې کبله یوه پياوړي لوبډله ده.خو د پاکستان کورني کرکټ اساسي جوړښت کمزوری دی او له همدې کبله مونږ پاکستان لوبډلې ته د نړیوالو ټیمونو ماتوونکي لوبډله نشو ویلی.

نوموړي وویل،پاکستان لوبډله هغه مهال د نړیوالو ټیمونو ماتوونکي لوبډله شمیرل کیدلی شي،کله یې چې کورنۍ کرکټ غوړیده پیدا کړي.

نوموړي وویل که اوس هم ولایتي یا کورني کرکټ په پلان کار پیل شي،پایله به یې راتلوونکو درې کالونو کې راووځي.

عمران خان چې پخپله هم د پاکستان کرکټ لوبغاړی پاتي شوی،زیاتوي غواړي چې کرکټ تمرین وکړي خو د مصروفیاتو له کبله یې ورته وخت ندی پیدا کړی.

“که رښتیا ووایم کرکټ ته یم وزګار شوی.ان د پاکستان لوبډلې لوبې مو هم ندی ننداره کړي.خو اوس د کرکټ بنیادي جوړښتونږ تغیر کړيګی او په تدریجي ډول به پرمختګ او اصلاح پیدا کړي.”

د پاکستان کورنۍ کرکټ مخ په زوال روان دی.پخوا به د ۱۶ ولایتونو لوبډلو فرسټ کلاس سیالۍ کولې،خو اوس فقط شپږ ټیمونه فرسټ کلاس سیالۍ کوي.

د یادونې وړ ده چې د عمران خان په مشرۍ کې پاکستان د اسټرالیا په کوربتوب د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام اتلوالي خپله کړي وه.

وروسته یې سیاست ته مخه کړه او ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.

د نوموړي څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې پاکستان پخپل کوربتوب له سویلي افریقا لوبډلې څخه د ټیسټ او شل اوریزو لوبو سیریز وګاټه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ