د بنګله دېش وروستیو ماتو د بورډ مشر په غصه کړ | خبریال

د بنګله دېش وروستیو ماتو د بورډ مشر په غصه کړ

کریکبال وېبپاڼه- وروسته له هغې چې بنګله دېش پخپل کور کې دننه ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې ته د دوو ټیسټ لوبو لړۍ بایلوده.ورسره د بنګله دېش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن په غصه شوی دی.

نوموړی وایي،ویسټ انډیز ته د لوبو بایللو وروسته ځینې پوښتنې ورسره پیدا شوي چې باید د ټیم منجمېنټ یې ورته ځواب ووایي.

نظم الحسن وویل،سره ددې چې پنځه فاسټ بالران د ویسټ انډیز سیالیو لپاره په نظر کې نیول شوي وو،خو دوی ولې ونه لوبول شول.

نوموړي وویل،د افغانستان سیریز را پدیخوا چې ویکټ د ورو توپ اچونکو لپاره مساعده شوي وه،مونږ منو چې دوی دا کار به پدې موخه وي چې مونږ زیات فاسټ بالران نه لرل،خو ولې د تیرو درې کالونو راهیسې مونږ د فاسټ بالرانو له کمبود سره مخ یو.

” یو شئ چې ما حیرانوي او زه یې وینم چې د افغانستان سیریز څخه راپدیخوا ویکټ د ورو توپ اچوونکو یا سپنرانو لپاره مساعده کیږي.زه منم چې یو داسې وخت وو چې مونږ فاسټ بالران نه درلودل او همدا کار به په همدې موخه کیدو چې مونږ په سپین بالینګ کې ښه یو.مګر مونږ د تیرو درې کالونو راهیسې چټک یا فاسټ بالران نه لرو،پداسې حال کې چې نیوزیلینډ پیچونو ته هم ځو.”

” مونږ ډومسټیک سیالیو څخه ډیر ښه فاسټ بالران پیدا کړل،خو دا راته د منلو وړ نده چې له پنځو فاسټ بالرانو څخه یوازې یوه فاسټ بالر ته پکې چانس ورکول کیږي.”

ویسټ انډیز ته د ټیسټ سیریز بایللو وروسته د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مشر مومین الحق د ملامتیا پړه پر منځني ارډر توپ وهونکو واچوله.

دده په وینا کوم لوبغاړي چې ټیسټ کرکټ ته راځي باید چې څلور اننګزونه په ذمه وارې سره ولوبوي.

“بېټسمینان باید د سترو اننګزونو لوبولو عادت زده کړي.که چیرې یو بېټسمین د درې-څلورو اننګزونو لوبول زده کړي،خپله ټیسټ کرکټ لوبې ورته آسانیږي.”

د یادونې وړ ده چې وروستۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش پخپل دوهم اننګز کې ۱۰ ویکټې یوازې سپنرانو ته پریښودې.

رهکیم کرنوال مخکښ ویسټ انډیزی ورو توپ اچونکی وو چې څلور بنګالي لوبغاړي یې له مخې پورته کړل او ویسټ انډیز ته یې ستره بریا ور په برخه کړه.

بنګله دېش په دوو ټیسټ لوبو کې د ویسټ انډیز لخوا په کلین سويپ سره سیریز بایلوده.

د یادې لوبې وروسته شاید بنګله دېش لوبډله کې ځینې تغیرات هم رامنځ ته شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ