ټنډولکر زوی په یوه اور کې پنځه شپږیزې ووهلې | خبریال

ټنډولکر زوی په یوه اور کې پنځه شپږیزې ووهلې

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر زوی ارجون ټنډولکر په یوه کلبي لوبه کې د اسلام جيمخانې لوبډلې خلاف په یوه اور کې پنځه شپږیزې ووهلې.

نوموړي دغه شپږیزې د جیمخانې لوبډلې په ورو توپ اچونکي باندې ووهلې.

ټولې نوموړي په ۳۱ توپونو ۷۷ منډې جوړې کړې.د نوموړي توپ وهنه کې اته شپږیزې او پنځه څلوریزې شاملې وې.

د دوی (ایم ای جي) لوبډلې ۴۵ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۳۸۵ منډې جوړې کړې.

مقابلې لوبډلې یوازې ۱۹۱ منډې جوړې کړې او سیالي یې په غټ توپیر بایلوده.

ددې ترڅنګ ارجون ټنډولکر په توپ وهنه کې (۳) ویکټې هم ترلاسه کړې.

ارجون ټنډولکر پدې وروستیو کې د ای پي ایل نیلامۍ لپاره هم شارټ لیست شوی دی.

زیاتره هندي مینه وال بیا وایي،ارجون دومره استعداد نه لري،خو د پلار په واسطه ای پي ایل ته شارټ لیست شوی دی.

ټاکل شوي د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل نیلامۍ پړاو به د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه نېټه په چنای ښار کې ترسره شي.

ددې نیلامۍ پړاو لپاره شپږ افغان لوبغاړي هم شارټ لیست شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ