کینکز الیون پنجاب لوبډلې نوم تبدیل کړ | خبریال

کینکز الیون پنجاب لوبډلې نوم تبدیل کړ

کریکبال وېبپاڼه- کینکز الیون پنجاب لوبډله د ای پي ایل یو له هغو اتو لوبډلو څخه ده چې څورالسم پړاو ای پي ایل سیالیو کې چې د اپریل په لومړی اوونۍ کې پیلیږي،په نوي نوم سره به ولوبیږي.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې ویلي،دوی خپل نوم له کینکز الیون پنجاب څخه “پنجاب کینکز” ته اړولی دی.

د دوی په وینا د نوم بدلولو په اړه یې بي سي سي ای هم په جریان کې کړې او له هغوی څخه یې رسمي اجازه هم ترلاسه کړي ده.

تراوسه د پنجاب لوبډلې مالکینو د لوبډلې د نوم بدلولو د علتونو په اړه څه ندي ویلي،خو فقط د نوم بدلول یې تایید کړي دي.

پنجاب کینکز لوبډله د موهیت بورمن،نیس ودیه،پریټي زېنټا او کرن پاؤل لخوا سپانسر کیږي.

پنجاب لوبډله د ای پي ایل سیالیو په دیارلس کلن تاریخ کې یو ځلې یې دریم مقام خپل کړی او یو ځل تر پایلوبې وتلي ده.

بولۍ کې ګټوون کوونکو لپاره قرنطین مادې

په ورته وخت کې هند کرکټ بورډ د ای پي ایل بولۍ کې د ګډون کوونکو کسانو لپاره د قرنطین ځینې مادې ايښي دي.

دوی ویلي د لوبډلو خاوندان او مالکان باید څو ورځې مخکې حاضر وي.

د هند کرکټ بورډ په وینا کوم کسان چې د فبرورۍ په اوولسمه یعنې د بولۍ یوه ورځ وړاندې را رسیږي،دوی څخه به د چټک انټي جن له لارې چټک ټیسټونه ترسره کیږي او پایله به یې په څو ساعتونو کې راوځي.خو تر هغې به کسان د هوټل په خپله خونه کې قرار ولري تر څو یې چې د کرونا ټیسټ پایله نه وي راغلي.

د بورډ په وینا هغه کسان چې په ۱۸مه نېټه بولۍ ته راځي،د دوی سپمل باید د ۹ بجو څخه تر ماسپيښین یوې بجې پورې شتون ولري.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل نیلامۍ پړاو به د شپږم په ورځ په چنای ښار کې ترسره شي.

په یادې نیلامۍ پړاو کې ۲۹۲ لوبغاړي چې ۱۶۴ یې هندي دي،بولۍ ته وړاندې کیږي.د لوبډلو لخوا به ټولټال تر ۲۰۰ کروړه پیسې مصرف شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ