رحمن الله ګربز: په کمزورو نقطو به کار پيل کړم | خبریال

رحمن الله ګربز: په کمزورو نقطو به کار پيل کړم

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز پخپلې تازه او وروستۍ مرکه کې ویلي دي،چې نوموړی به په هغه کمزورو نقطو کار پيل کړي،کوم چې د ټي ټين لیګ سيالیو پر مهال د روزونکي انډي فلؤر لخوا ورته په ګوته کړل شوي دي.

نوموړی وايي،خپل هیواد ته په ستانیدو سره سم به په ټولو هغو نقطو او لارښوونو کار پيل کړي چې د روزونکو لخوا هغه ته ورکړل شوي دي.

رحمن الله ګربز ویلي،د ټي ټين لیګ سيالیو پر مهال یې له سترو لوبغاړو سره یو ځای د لوبو څخه ډير څه زده کړي او هغه نقطې یې هم ورته په ګوته کړي چې باید کار پرې وشي.

نوموړي وويل،د ډهلي بولز لوبډلې او روزونکو سره یو ځای د وخت تیرول به له نوموړي څخه په راتلوونکي کې یو بهترین لوبغاړی جوړ کړي.

هغه وویل:« انډي فلؤر یو ښه انسان او ډير ښه روزونکی دی.که رښتیا ووایم د هرې لوبې پای ته رسیدو وروسته او په وزګار وخت کې به ما له هغه سره خبرې کولې،هغه به راسره اړينې مشورې شریکولې.ما له هغه ډير څه زده کړي دي.»

« کله چې زه اوس واپس خپل هیواد ته لاړ شم،زما هڅه به دا وي چې هغه څه عملي او پلي کړم چې له هغه څخه مو زده کړي دي.نوموړي ماته ټولې کمزورې او قوي نقطې را په ګوته کړي او زه باید د یوه لوبغاړي په توګه هغه اصلاح کړم او کار پرې وکړم.زه به په هغې برخې کار وکړم چې نوموړي راته ښودلي دي.»

رحمن الله ګربز همداشان د ایرلینډ خلاف لومړی لوبه کې د سلیزې جوړول د خپل ځان او هیواد لپاره یو ویاړ وباله.

نوموړي همداشان زیاته کړه،که چيرې په ټيسټ کرکټ کې چانس ورکړل شي،هڅه به یې دا وي چې پکې ښه وځلیږي.

«زه ډير زیات خوښ شوم چې په لومړی لوبه کې مو سلیزه جوړه کړه.دا زما لپاره،زما د هیواد لپاره او زما د کورنۍ لپاره یو ستر ویاړ وو.د هر لوبغاړي موخه او مقصد دا وي چې د خپل هیواد لپاره په ستر لیول کرکټ کې ښې لوبې او کارکردګۍ ترسره کړي،له همدې کبله زما لپاره هم د لومړی سلیزې جوړول یو ستر ویاړ وو.»

« که چیرې ماته په ټيسټ کرکټ کې چانس راکړل شو،زما هڅه به دا وي چې په همدې پارمټ سيالیو کې هم خپل هیواد ته د ویاړ شیبې ور په برخه کړم.»

ګربز زیاتوي،دا هم د هغه لپاره د ویاړ شیبې وې چې کله د کرکټ مبصرین زما د بیټينګ څخه خوند اخلي.

«هو،د خوښې احساس کوم چې کله کرکټ مبصرین زما د بیټينګ سټایل او طرز خوښوي.»

د یادونې وړ ده چې ځوان رحمن الله ګربز هغه لوبغاړی دی چې ښکلي د بیټينګ په سټایل لرلو سره د سويلي افریقايي اې بي ډيویلیرز سره ورته والی لري.

ګربز سوداګریزې لوبې د بنګله دېش پریمیر لیګ څخه وکړې،نوموړي په ۲۰۱۹ کال بي پي ایل سيالیو کې د خولنا ټایګرز لوبډلې په ګټه په لومړی لوبه کې په ۱۹ توپونو چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه.

د ایرلینډ خلاف لومړی لوبه کې نوموړی وتوانید چې د خپل کرکټ کیریر لومړی سلیزه جوړه کړي.نوموړي په یاده پنځوس اوریزه لوبه کې ۱۲۷ منډې جوړې کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ