مصباح الحق:نړیوال جام ته حفیظ او ملک زمونږ پلان کې دي | خبریال

مصباح الحق:نړیوال جام ته حفیظ او ملک زمونږ پلان کې دي

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی مصباح الحق وايي،د هند په کوربتوب نړیوال شل اوریز جام ته چې اکتوبر میاشت کې ترسره کیږي،د لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي شعیب ملک او محمد حفیظ هم د دوی په پلان کې دي.

نوموړي لاهور کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل:«د سويلي افریقا خلاف سيالیو ځينې مهم لوبغاړي لکه شاداب خان،عماد وسیم،محمد حفیظ او شعیب ملک شتون نه درلوده.کله چې دوی لوبډلې ته راستانه شي،بیا به آفشن هم زیات شي.ښه خبره دا ده چې د پي ایس ایل وروسته به مونږ ښه لوبغاړي ولرو او د سنيئر او ځوانو لوبغاړو مشتمله لوبډله به جوړه کړو.»

«نړیوال جام ته زه په انديښنه کې نه یم،ځکه چې مونږ لا هم ډير وخت لرو او تقریبا اته میاشتې پاتي دي،تر هغې مونږ ان تر شلو پورې لوبې لرو او ددې لوبو مونږ کولای شو چې ښه لوبغاړي را بیل کړو.»

مصباح الحق وویل،که چيرې پاکستاني لوبغاړي غواړي چې نړیوال جام کې ښه وځلیږي،دوی د سپين بالرانو په وړاندې لوبو او اننګز پراختیا ته اړتیا لري.

«حقیقت دا دی که چیرې مونږ غواړو چې نړیوال جام کې ښې لوبې ترسره کړو،مونږ باید د سپنرانو په وړاندې لوبې کولو تخنیک زیات کړو.»

مصباح د سويلي افریقا خلاف وروستي سیریز کې د ځوانو لوبغاړو کارکردګۍ وستایلې او په ورته وخت کې یې وویل،چې ددې سيریز په ګټلو سره به د پاکستاني لوبغاړو مورال هم د راتلوونکي نړیوال جام لپاره لوړ واوسي.

مصباح الحق زیاته کړه،چې د سويلي افریقا خلاف د وروستیو لوبو څخه دوی ډير درس ترلاسه کړ او په هغو نقطو به هم کار وکړي،چې یاد سیریز کې ورسره مخ شول.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ