ګرېم سمېت:ای سي سي باید د درې بورډونو له واک لاس واخلي | خبریال

ګرېم سمېت:ای سي سي باید د درې بورډونو له واک لاس واخلي

د سويلي افریقا کرکټ بورډ ډایریکټر او پخواني لوبغاړي ګریم سمېت تیره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل،چې کرکټ نړیواله شورا باید خپله مشري وپيژني او په کرکټ کې  له درې سترو بورډونو اسټرالیا کرکټ بورډ،انګلستان کرکټ بورډ او هندوستان کرکټ بورډ څخه خپل واک واخلي.

نوموړی وایي،ای سي سي د دغو درې هیوادونو تر قبضې لاندې ده او څه یې چې زړه وغواړي پخپل سر پریکړې کوي.

نوموړي څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې اسټرالیا کرکټ بورډ د خپلې لوبډلې سفر سويلي افریقا ته وځنډوه چې پدې سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ اړیکې ښه ټکانۍ شوې.

ګریم سمېت پخپله هم ومنله چې د دواړو کرکټ بورډونو ترمنځ اړیکي ترینګلې شوي دي.

«ښکاره ده چې د اسټرالیا لخوا د درې ټیسټ لوبو لغوه کولو سره د دواړو بورډونو ترمنځ اړیکې هم خرابې شوي دي.»

ګریم سمېت پخپلو خبرو کې وویل،چې د اسټرالیا سفر په لغوه کولو سره یې په رسمي ډول کرکټ نړیوالې شورا ته لیک لیږلی او په هغې کې یې د اسټرالیا کرکټ بورډ کړنه د کرکټ د روحیې خلاف عمل بللی دی.

نوموړي وویل،که چيرې کرکټ نړیوالې شورا پخپله مشرۍ کې صادقانه او خپلواکه نشي،د کرکټ راتلوونکی او همداشان د ټيټې لوبډلې به له سترو کړاوونو سره مخ شي.

«کرکټ نړیواله شورا باید خپلې مشرۍ برخه کې را وړاندې شي.دا منو چې د کرونا له کبله به سيالۍ له زیان سره مخ شوي وي.خو په ورته وخت کې د ای سي سي واک دغه درې بورډونه چلوي او خپلو منځونو کې سيالۍ برابروي،خو ټيټې لوبډلې یې له سيالیو غورځولي دي او دوی ته د سيالیو چانس نه ورکوي.زما په نظر نوره نړۍ به هم نه غواړي چې د تیرو لسو کالونو راهیسې یوازې د دغو درې لوبډلو ترمنځ سيالۍ ترسره کیږي.»

سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډله به اپریل میاشت کې له پاکستان سره پخپل کوربتوب سيالۍ لري،خو دا به د سويلي افریقا لپاره له ستونزو پدې خالي نه وي چې په همدې وخت کې ای پي ایل سيالۍ پیل کیږي او زیاتره سويلي افریقايي لوبغاړي لکه ډي کوک،ډوپلیسي او رباډا ای پي ایل سيالیو کې تړونونه لري.

خو سمېت وویل،د دوی هڅه به دا وي چې لوبغاړي یې د ملي ټیم لپاره لوبې ترسره کړي او په ورته وخت کې ورته په لیګونو کې هم اجازه ورکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ