زمبابوې د افغانستان ټیسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه | خبریال

زمبابوې د افغانستان ټیسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

کریکبال وېبپاڼه- زمبابوې کرکټ بورډ تیره ورځ د افغانستان خلاف د دوو ټیسټ لوبو سیریز لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

برینډن ټایلر او کریګ ایون چې د ناروغۍ له کبله تمریني کمپ کې هم نه وو،دوی ته په لوبډله کې هم ځای ندی ورکړل شوی.

تیراسی موسکاندا چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د سریلانکا خلاف په لوبو کې بهترینه لوبې کړي وې،لوبډلې ته راستون شوی دی.

اوپنر موسکاندا پدې وروستیو ډومسټیک سیالیو کې د سوترن لوبډلې په ګټه پرلپسې سلیزې هم ووهلې.

نوموړي یوه لوبه کې ۱۱۱ او په بله لوبه کې یې ۱۲۵ منډې جوړې کړې.

یادې ډومسټیک سیالۍ د نرترن او سوترن په نومونو د افغانستان ټیسټ لوبو ته د چمتوالي په موخه په لاره اچول شوي وې.

ورو توپ اچونکی ریان بول چې وروستۍ او یوازینی لوبه یې په ۲۰۱۷ کال کې د سویلي افریقا خلاف ترسره کړي وه.نوموړي ته هم د افغانستان خلاف په ټیسټ سکواډ کې ځای ورکړل شوی دی.

د برینډن ټایلر او ایون ترڅنګ د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي ټنډي چېتارا،چېمو چېبابا او پېټر مور هم د ټپونو له کبله په لوبډله کې ځای ندی ورکړل شوی.

خو بیا هم زمبابوې لوبډله کې تجربه کاره لوبغاړي لکه سکندر رضا،شین ویلیمز،رګېس چیکاباوا،بلیسینګ مزارباني،برینډان مواتا ته ځای ورکړل شوی دی.

مېلټن شومبا،فراز اکرام،تېنشا به شل اوریزو لوبو کې د زمبابوې کرکټ لوبډلې سره یو ځای شي.

ټاکل شوي چې زمبابوې او افغانستان ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه به د مارچ په دوهمه نېټه ابوظبي کې ترسره شي.

دوهمه سیالي به د مارچ په لسمه نېټه او له هغې وروسته به درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

افغانستان کرکټ بورډ تراوسه هم د یادو سیالیو لپاره نه سپانسر او نه لوبډله اعلان کړي ده.

زمبابوې لوبډله پدې ډول ده: شین ویلیمز (کپتان)،ریان بول،سکندر رضا،رګېس چیکاباوا،کیون کسوزا،ویسلي مدایوري،ویلینګټن مسکادزا،پرینس ماشور،برینډن مواتا،تراسي موسکندا،رچمنډ موټامبي،بلسینګ مزارباني،رچرډ ناګاراوا،ویکټور نایوچي،ډونلډ ټريپانو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ