ډوپلیسي له ټيسټ کرکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ | خبریال

ډوپلیسي له ټيسټ کرکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ

کریکبال وېبپاڼه- د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي فاف ډوپلیسي له ټيسټ کرکټ څخه  د تل لپاره د تقاعدی اعلان وکړ.

فاف ډوپلیسي وروستۍ ټيسټ لوبه د پاکستان خلاف تیره میاشت ترسره کړه او یاد سيریز سویلي افریقا لوبډلې دوه په صفر سره بایلوده.

ټاکل شوي وه چې ډوپلیسي به د اسټرالیا خلاف ټيسټ سيالیو کې هم لوبیدلی وای،خو اسټرالیا کرکټ بورډ یاد سیریز د کرونا له ویرې لغوه اعلان کړ چې ورسره سويلي افریقا کرکټ بورډ هم د دوی لدغې پریکړې خفګان ښکاره کړ.

ډوپلیسي په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال کې د اسټرالیا خلاف په ټيسټ لوبه کې راښکاره شو او نوموړي د یادې لوبې په لومړي اننګز کې ۷۸ او په دوهم اننګز کې ۱۱۰ منډې جوړې کړې او سويلي افریقا ته یې لوبه وژغورله.

نوموړي یاده لوبه کې ۳۷۶ توپونه لوبولي وو.

په ټوله کې ۳۶ کلن ډوپلیسي ۶۹ ټيسټ لوبې د سويلي افریقا لپاره ترسره کړي دي په څه باندې ۴۰ ایوریج سره یې (۴۱۶۳) منډې جوړې کړي دي.

نوموړي په یوه ټيسټ لوبه کې زیاتې منډې ۱۹۹ وې.ډوپلیسي همداشان لس سلیزې او ۲۱ نیمه سلیزې په ټيسټ کرکټ کې جوړې کړي دي.

ډوپلیسي وویل،اوس یې مناسب وخت دی چې ټيسټ کرکټ سره مخه ښه اعلان کړم.

«زما زړه ارمان پوره کړ او اوس وخت دی چې د خپل ژوند په یوه نوي فصل کې قدم کیږدم.دا زما لپاره ستر ویاړ دی چې د خپل هیواد لپاره مو په ټولو پارمټونو کې لوبې ترسره کړې.اوس نو هغه وخت را رسیدلی دی ترڅو نور له ټيسټ کرکټ څخه تقاعد اعلان وکړم.»

نوموړي وويل،د راتلوونکي پلان به اړه به له سويلي افریقا کرکټ بورډ سره خبرې وکړي.

«راتلوونکو دوو کالونو کې نړیوال جامونه دي او زه غواړم چې ټول پام همدې پارمټ سيالیو ته وکړم.څومره چې امکان لري غواړم چې د نړۍ په لیګونو کې لوبې ترسره کړم او یو ښه لوبغاړی واوسم.زه به د خپل راتلوونکي په اړه له سويلي افریقا کرکټ بورډ سره خبرې وکړم.»

ډوپلیسي د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې خورا تجربه کاره لوبغاړی شمیرل کيږي او د نوموړي په شتون کې سويلي افریقا لوبډلې زیاتره لوبې ګټلي دي.

ډوپلیسي همداشان د هند په ای پي ایل سيالیو کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې برخه هم دی او د یادې لوبډلې په ګټه یې ښې لوبې ترسره کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ