راشدخان:پي ایس ایل به زما لپاره یو ستر چیلینج وي | خبریال

راشدخان:پي ایس ایل به زما لپاره یو ستر چیلینج وي

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشدخان له کرکټ پاکستان سره په تازه مرکه که څه هم په یاد لیګ کې په ګډون خوښي ښکاره کړه،خو په ورته وخت کې یې وویل،چې یاد لیګ به دده لپاره له چیلینجونو خالي نه وي.

«خوښ یم چې په لومړي ځل به پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې لوبې ترسره کړم.لدې وړاندې ما پدغه لیګ کې لوبې ندي ترسره کړي.نو له همدې کبله به په همدې لیګ کې د ښې کارکردګۍ کول زما لپاره یو ستر چیلینج وي.خوښ یم چې د لاهور قلندرز لوبډلې برخه یم او زما هڅه به دا وي چې په همدې لیګ کې هم د نورې نړۍ لیګونو په څير ښې لوبې پکې ترسره کړم.»

نوموړي وویل،ټولو پښتانه مینه وال غواړي چې زه باید د پشاور زلمي لپاره لوبې ترسره کړم.مګر مهم شی دا دی چې ما په یاد لیګ کې د لوبيدو چانس ترلاسه کړ او پدې خوښ یم.

«ټول پښتانه مینه والو غوښتل چې زه باید د پشاور زلمي لپاره لوبیدلی وای،خو زه پدې ډير خوښ یم چې ما په ياد لیګ کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړ او دا تر ټولو مهم څيز وو.»

راشدخان همداشان د مینه والو ملاتړ څخه مننه وکړه.

«د ډرافټ پړاو راپدیخوا چې زه د لاهور قلندرز لوبډلې لخوا اخیستل شوی یم.په ټولنیزو رسنیو کې زه د مینه والو له زیات ملاتړ سره مخ شوی یم.که څه هم په لومړي موسم کې لاهور قلندرز لوبډلې ښې لوبې ترسره نه کړې،خو بیا هم زیات مینه وال لري.کله چې لوبډله په سخت وخت کې وي،تاسو د مینه وال ملاتړ ته اړتیا لرئ.»

«قلندرز لوبډلې په تیر پړاو پي ایس ایل پایلوبه کې لوبه ترسره کړه.په همدې اساس لوبډله ښه تجربه کاره او د سکیل ډک لوبغاړي لري او مونږ به روان کال موسم کې ښې لوبې ترسره کوو.»

که څه هم افغانستان له مارچ دویمې نېټې څخه د مارچ تر شلمې نېټې پورې له زمبابوې سره په اماراتو کې سیالۍ لري.داسې اختمال دی چې راشدخان به له څو لوبو ترسره کولو وروسته بیرته اماراتو هیواد ته لاړ شي.

په اړه یې راشدخان وویل:«تراوسه د زمبابوې په وړاندې سیریز د ځينو ویزو ستونزو له کبله ندی تایید شوی.زمونږ ځينو لوبغاړو هم تراوسه ویزې ندي ترلاسه کړي.همدا ستونزه جریان لري.شاید په راتلوونکو څلورو- پنځو ورځو کې معلومات وشي چې زه به تر څه مودې په پي ایس ایل سیالیو کې ووم.»

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ