پنجاب لوبډلې نوی لوګو خپور کړ او بولۍ سبا پیلیږي | خبریال

پنجاب لوبډلې نوی لوګو خپور کړ او بولۍ سبا پیلیږي

کریکبال وېبپاڼه- ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو نیلامۍ پړاو به سبا ماسپيښین د هند په وخت په درې بجو په چنای ښار کې ترسره شي.

د یادې نیلامۍ پړاو لپاره (۱۱۱۴) لوبغاړو نوم لیکنه کړي وه چې پایله کې یې ۲۹۲ لوبغاړي شارټ لیست شول.

په شارټ لیست شوو لوبغاړو کې ۱۶۴ هندي او ۱۲۵ خارجي لوبغاړي دي.

په خارجي لوبغاړو کې د افغانستان څخه قیس احمد،نور احمد لکڼوال،کریم جنت،مجیب الرحمان،نوین الحق،رحمن الله ګربز او فضل حق فاروقي شامل دي.

فضل حق فاروقي په (۴۰) لکه کیټګوری کې او نور احمد لکڼوال په (۲۰) لکه کیټګوری کې قرار لري.نور پاتي څلور لوبغاړي په (۵۰) لکه کیټګوری کې قرار لري.

په ورته وخت کې کینکز الیون پنجاب لوبډلې چې څو ورځې وړاندې یې خپل نوم له کینکز الیون پنجاب څخه “پنجاب کینکز” ته تبدیل کړئ،نن یې د نوي نوم لوګو هم خپور کړ.

په نوي لوګو باندې د زمري تصویر چې غرغړې پر مهال لیدل کیږي نصب شوی دی.

د پنجاب کینکز لوبډلې سپانسر او مالک موهیتبرمن ویلي،د مینه والو او نږدې کسانو په مشوره یې بدل کړی دی.

نوموړي ویلي د نوي لوګو سره به دوی نوی پیل هم ورکوي.

” مونږ د مینه والو او نږدې ګروپونو لخوا د وړاندیزونو او د پلټنې وروسته لوبډلې ته نوی نوم غوره کړ.د نوي نوم او نوي لوګو سره لوبډلې ته نوی حس هم ور په برخه کیږي.”

د یادونې وړ ده چې کینکز الیون پنجاب هم یو له هغو لوبډلو څخه شمیرل کیږي چې تراوسه یې د ای پي ایل اتلوالي نده خپله کړې.

کینکز الیون پنجاب لوبډلې د ای پي ایل د نیلامۍ د پیل وړاندې ځینې لوبغاړي چې په هغې کې مجیب هم شامل وو،خوشي کړل.

یاده لوبډله تر ۵۳ کروړه پیسې په لاس کې هم لري او همداشان زیاته خالیګاه هم لري او دوی به سبا بولۍکې هڅه کوي چې ښه لوبغاړي لوبډلې ته راجلب کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ