مارک ووډ د نیلامۍ پړاو بهر شو! | خبریال

مارک ووډ د نیلامۍ پړاو بهر شو!

کریکبال وېبپاڼه- انګلستاني لوبغاړي مارک ووډ د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل نیلامۍ پړاو څخه چې نن ماسپيښين به چنای ښار کې ترسره شي،خپل نوم د لیست څخه ایستلی دی.

مارک ووډ د بولۍ د لیست څخه د نوم ایستلو په اړه د ای پي ایل څانګو ته هم خبر ورکړی دی.

مارک ووډ یو له هغو اتو خارجي لوبغاړو څخه وو چې د ای پي ایل نیلامۍ پړاو لپاره یې تر ټولو په لوړه بیه ۲ کروړه لیست کې نوم لیکلی وو.

مارک ووډ ویلي،غواړي چې خپل وخت له کورنۍ سره یو ځای تیر کړي او له همدې کبله ای پي ایل سيالیو کې نه لوبیږي.

مارک ووډ او ورسره د ویکټ ساتوونکی لوبغاړی جوني بېرسټو تیره ورځ په چنای کې د دریمې ټيسټ لوبې د پیل وړاندې له خپلې لوبډلې سره یو ځای شول.

ټاکل شوي چې د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به دریمې ټیسټ لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه په چنای ښار کې ترسره شي.دغه سيالي به د ورځې او شپې لوبه وي.

د لوبډلې سره د یو ځای کیدو په اړه خبر انګلستان او والز کرکټ بورډ ورکړی دی.

یادې لوبډلې پخپله اعلامیه کې ویلي،دواړو لوبغاړو د یو څه وخت په کور کې تیرولو وروسته بیرته له ملي لوبډلې سره یو ځای شوي او لوبډلې سره یې تمرینات هم پيل کړي دي.

تیرې سې شنبې په ورځ هند کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه ټيسټ لوبه کې انګلستان ته په ۳۱۷ منډو ماتي ورکولو وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ سیریز یو په یو برابر شو.

د هند لوبډلې په دوهمه ټيسټ لوبه کې د بریا خپلولو سره د ای سي سي ټيسټ چمپيون شيپ سيالیو پایلوبې ته د وتلو چانس هم زیات شو.

د یادې بریا په خپلو سره هند لوبډلې د ای سي سي ټیسټ چمپیون سیالیو په جدول کې د څه باندې ۶۹ فیصدۍ پخپلولو سره دوهم مقام خپل کړ.

که چيرې هند لوبډله غواړي چې د ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو پایلوبې ته لار پیدا کړي،باید له انګلستان څخه د روانو ټيسټ لوبو سیریز درې په یو او یا هم دوه په یو سره وګټي.

اسټرالیا لوبډلې د ټيسټ لوبو لپاره سويلي افریقا ته په سفر لغوه کولو سره نیوزیلینډ لوبډلې په اسانۍ سره د ټيسټ چمپيون شيپ سيالیو پایلوبې ته لار ومونده.

د یادو سیالیو پایلوبه به جون میاشت کې په انګلستان لارډز لوبغالي کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ