ای پي ایل: د ۷ افغان لوبغاړو یوازې یو افغان لوبغاړی واخیستل شو | خبریال

ای پي ایل: د ۷ افغان لوبغاړو یوازې یو افغان لوبغاړی واخیستل شو

کریکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو نیلامي نن پنجشنبه د هند په چنای ښار کې ترسره شوه او د یادو سیالیو لپاره په لومړي سر کې ۱۱۱۴ لوبغاړو نوم لیکنه کړي وه.

خو وروسته یوازې ۲۹۲ لوبغاړي شارټ لیست شول.

په شارټ لیست شوو لوبغاړو کې اوه افغان لوبغاړي مجیب،قیس احمد،نور احمد،فضل حق فاروقي،کریم جنت،رحمن الله ګربز او نوین الحق هم شامل وو.

د نیلامۍ پړاو پر مهال یوازې ۱۳۰ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شول چې له جملې څخه یې یوازې ۵۷ لوبغاړي د اتو بیلا بیلو لوبډلو لخوا واخیستل شول.

په اخیستل شوو لوبغاړو کې تر ټولو په لوړه بیه سویلي افریقايی الراونډر کریس موریس واخیستل شو.

نوموړی په (۱۶،۲۵) هندۍ کلدارې د راجستان رویلز لوبډلې لخوا واخیستل شو.ورپسې په دوهم نمبر کې په لوړه بیه کایل جیمیسن په (۱۵) کروړه د ار سي بي لوبډلې لخوا واخیستل شو.

ګلین مکسویل چې په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو کې ښه نه وو ځلیدلی او نوموړی په (۱۴،۲۵) کروړه هندۍ کلدارې د ار سي بي لوبډلې لخوا واخیستل شو.

همداشان جای ریچرډسن په (۱۴) کروړه د پنجاب کینکز لوبډلې لخوا او کریشفنا ګوتم په (۹) کروړه هندۍ کلدارې د چنای سوپر کینکز لوبډلې لخوا واخیستل شو.

د اوه افغان لوبغاړو څخه یوازې دوه افغان لوبغاړي مجیب الرحمان او قیس احمد نیلامۍ ته وړاندې شول.

مجیب که څه هم په لومړي راونډ کې د کومې لوبډلې لخوا ونه اخیستل شو،خو په دوهم راونډ کې نوموړی د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې لخوا په (۱،۵) کروړه هندۍ کلدارې واخیستل شو.

قیس احمد بیا د کومې لوبډلې لخوا ونه اخیستل شو.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ به د اپریل میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شي.

هیره دې نه وي چې مجیب له راشدخان او محمد نبي عیسخېل وروسته دریم افغان لوبغاړی شو چې حیدراباد لوبډلې سره یو ځای کیږي.

زیاتره افغان لوبغاړو او مینه والو هم مجیب ته په حیدراباد لوبډله کې د اخیستل کیدو مبارکۍ وړاندې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ